په سرپل ولایت کې د راستنیدونکو او بې ځایه شویو د تلپاتې مېشتېدنې د کمیټې غونډه جوړه شوه

anwari_morr
-

په سرپل ولايت کې د راستنېدونکو او بېځايه شويو کسانو د تلپاتې مېشتېدنې د کمېټې لومړۍ غونډه د تلې په ٢٣مه د مرستيال والي په مشرۍ او د دولتي ادارو او ملي او نړيوالو بنسټونو د استازو په ګډون جوړه شوه.

د غونډې موخه دا وه چې همغږي رامنځته شي او د راستنېدونکو کورنیو او بې ځایه شویو خلکو سره د ولایت په کچه مرستې ترلاسه کړي.

 مرستيال والي مل پاسوال محمد نادر حقجو د راستنېدونکو او بېځايه شويو د ستونزو او اړتياوو د حل په موخه پر وخت خبرې وکړې او له همکارو بنسټونو څخه يې د لا زياتې همکارۍ غوښتنه وکړه. ورپسې د مهاجرینو چارو ریاست استازي د ولایت په کچه د راستنېدونکو او بې ځایه شویو د شمیر او اړتیاوو په اړه پریزنټیشن وړاندې کړ.

د همکارو بنسټونو استازو د لا زیاتو همکاریو ډاډ ورکړ.