د حقوقي ملاتړ رئیس د مهاجرت د نړۍوال سازمان مرستو ته د لاس رسي مسؤول سره وکتل

sadam_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۲۸ - ۱۵:۱۶
-

د مهاجرینو چارو وزارت د حقوقي ملاتړ رئیس الحاج غلام نبي الله دادخیل ستانکزي د خپل کار په دفتر کې ښاغلي عدنان بغجتی سره چې په افغانستان کې د مهاجرت د نړۍوال سازمان بشري مرستو ته د لاسرسي مسؤول دی، وليدل.
په دې کتنه کې هغوی د راستنېدونکو له پاره د پیسو د زیاتوالي او هغوی ته د لازیاتو خدمتونو د وړاندې کولو په اړه خبرې وکړې او د دغې ادارې د همکاریو د قدردانۍ په ترڅ کې ښاغلي ستانکزي د راستنېدونکو له پاره د خدمتونو د کیفیت او کمیت په لوړولو ټینګار وکړ.
عدنان د ستانکزي د خبرو په تایید سره وویل: چې د مهاجرت د نړۍوال سازمان هدف د راستنېدونکو له پاره د خدمتونو د کیفیت لوړول دي او په دې برخه کې به تل ژمن پاتي شو.
دغه راز په راتلونکي کې د راستنېدونکو له پاره د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو، د کار د زمينې برابرولو او د دغې ادارې د ژمنيو مرستو د پروګرامونو يادونه وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۴۴
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین د کډوالۍ نړۍوالې ادارې د اړیکو له مسوول سره ناسته وکړه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین محترم الحاج مولوي عبدالرحمن راشد نن په خپل کاري دفتر کې د کډوالۍ نړۍوالې ادارې(IOM) د اړیکو له مسوول ښاغلي عبدالوارث القاسم سره ناسته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۲۲
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مالي او اداري معین: وخت امانت دی او باید پر ارزښت یې پوه شوو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري معین ښاغلي شیخ کلیم الرحمن فاني نن د وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له لوري د وخت ارزښت په اړه چمتو شوي سمینار کې وویل: وخت امانت دی،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۰:۳۳
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او همکارو بنسټونو د استازو تر منځ د همغږۍ ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د کډوالو په چارو کې د موسسو د انسجام رییس ښاغلي ملا محبوب الله مطهري او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د نړۍوالې ادارې د پراختیایي. . .

بېرته خبرونه ته