ننګرهار کې ۴۱ کورنيو سره د خوراکي توکو مرستې وشوې

sadam_morr
-

د خوراک نړۍوال سازمان له لوري د ننګرهار ولايت د مهاجرينو چارو رياست په همکارۍ ۴۱ کورنيو سره د وږي په ۲۶مه د خوراکي توکو مرستې وشوې.
دغه کورنۍ، چې مخکې د ننګرهار ولايت د مهاجرينو چارو رياست له لوري په مهمند درې او تورخم کې سروې او د مرستو له پاره مستحقې په نښه شوې وې هرې کورنۍ ته څلور قلمه خوراکي توکي وېشل شوي.