د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست پلاوي د مهاجرینو چارو له سرپرست وزیر سره ولیدل

anwari_morr
چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۸ - ۱۵:۳۴
_

د چاپېریال او ټولنیز مصئونیت رئیس مولوي عبدالحکیم حکمت په مشرۍ د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست پلاوي د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو له سرپرست وزیر الحاج خلیل الرحمان حقاني سره د هغه په دفتر کې ناسته وکړه.
په پیل کې ښاغلي عبدالحکیم حکمت حقاني صاحب ته د یاد ریاست د کړنو او فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل، ښاغلي حکمت وویل مونږ د مشرتابه د فرمان له مخې د هرې ادارې کړنې د اسلامي شريعت په چوکاټ کې ارزوو، نوموړي په دې برخه کې د مهاجرینو چارو وزارت د رهبرۍ همغږي او همکاري اړینه وبلله
د مهاجرینو چارو وزارت سرپرست وویل: د اسلامي امارت اصولو او قوانینو تطبیقول زمونږ  ټولو ګډ مسؤولیت دی نوموړي ډاډ څرګند کړ،  چې په دې برخه کې هر ډول همکاريو ته چمتو دی
یاد پلاوي وروسته د یاد وزارت له مسلکي معین مولوي عبدالرحمان راشد سره هم وکتل او داوړو لوریو له یو بل سره په ګډه همکارۍ ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۱:۲۹
Background image

په كندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت محترم مقام په دوامدارو هڅو، له ګاونډيو هېوادونو څخه راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش په لړ کې دا ځل په کندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمه کلیزه ونمانځل شوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په مسجد کې نن د ماسپښین له لمانځه وروسته د معینانو، رییسانو او د دغه وزارت کارکوونکو په شتون کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمې کلیزې په مناسبت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت په هڅو زابل کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په هڅو په زابل کې له سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د خوراکي توکو د وېش په دغې برنامه کې، چې په مرکز قلات کې جوړه. . .

بېرته خبرونه ته