بلخ او لوګر کې (۵۸) کورنيو سره مرستې وشوې
د مرستندويه بنسټونو له لورې په لوګر او بلخ ولايت کې ( ۵۸) کورنيو سره د غبرګولي په (۱۳) مه مرستې وشوې.
د يادو ولايتونو د مهاجرينو چارو ادارو د معلوماتو له مخې د يادو مرستو له ډلې د (CHA ) موسسې له لورې په لوګرکې ( ۴۲) کورنيو هرې کورنۍ ته ( ۲۲) زره او (۶۰۰) افغانۍ او د بلخ ولايت په چمتال ولسوالۍ کې د (NRC) موسسې له لورې (۱۶) کورنيو هرې کورنۍ ته (۴۳) زره افغانۍ نغدې ورکړل شوې.