د مهاجرينو چارو وزارت د مخکيني سلاکار د مړيني په مناسبت د قرآن کریم ختم او فاتحه ترسره شوه

sadam_morr
چهارشنبه ۱۴۰۲/۲/۱۳ - ۱۵:۵۸
-

د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت د مخکيني سلاکار او د څارنې او ارزونې رئيس قاري محمود شاه د مړيني په مناسبت د دغه وزارت د مشر تابه او کار کوونکو له لورې  د قرانکرايم ختم او فاتحه ترسره شوه. 
د فاتحي د مراسمو په لومړي سر کې، د قرآنکريم ختم  او ورپسې د مهاجرينو چارو وزير الحاج خليل الرحمن حقاني د مرحوم قاري صاحب  محمود شاه د پوهې، د جهادي سابقې، هجرت او د مجاهدينو  او مهاجرينو په اړه د هغه د خدمتونو په اړه خبرې وکړې او د لوی خدای له درباره يې ورته د جنت الفردوس غوښتنه وکړه.
همدارنګه د وزارت ستر سلاکار مفتي محمود ذاکري د مرحوم قاري صاحب محمود شاه د نېکمرغۍ او د مهاجرينو په چاروکې د هغه هلو ځلو په اړه خبرې وکړې او د مرحوم مړينه يې يوه ستره ضايع وبلله.
د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستيال ښاغلي لطف الله خير خواه، د مهاجرينو چارو وزارت د مشر تابه، چارواکو او کار کوونکو د خواخوږۍ څخه مننه وکړه  او  د جهاد په دوران کې يې د مرحوم قاري صاحب د ترسره شوو فعاليتونو، په پاکستان کې د مهاجرينو  په برخه کې د نه ستړې کېدونکو هلو ځلو، وفادارۍ او د هغه هيلو په اړه چې هغه لرلې معلومات ورکړل.
د فاتحې مراسم د مرحوم روح ته د دعا په ويلو سره پای ته ورسېدل.

 

-

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمه کلیزه ونمانځل شوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په مسجد کې نن د ماسپښین له لمانځه وروسته د معینانو، رییسانو او د دغه وزارت کارکوونکو په شتون کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمې کلیزې په مناسبت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت په هڅو زابل کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په هڅو په زابل کې له سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د خوراکي توکو د وېش په دغې برنامه کې، چې په مرکز قلات کې جوړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۳۶
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر پکتیکا کې سلګونو راستنو شویو کورنیو ته د خوراکي توکو وېش په برنامه کې ګډون وکړ


د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزير محترم مولوي عبدالكبير نن پکتیكا ته د سفر په ترڅ کې سلګونو راستنو شویو بېوزلو کورنیو ته د خوراکي توکو د وېش په برنامه کې ګډون او وینا وکړه.
په دې. . .

بېرته خبرونه ته