د ایران او پاکستان څخه له زرو زیات افغان مهاجر هېواد ته راستانه شول

anwari_morr
-

 

(١٨٥١) تنه له ایران او (٣٣١)تنه له پاکستان څخه د کب په (٢٥) مه هېواد ته راستانه شول.

 د اسلام قلعه د سرحدي آمر په خبره یاد راستنېدونکي چې شمېر یې (٢٧٤) تنو ته رسېده د مرستو په موخه د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) ته ور وپېژندل شول چې ورسره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې شوي.

د یو بل خبر له مخې د پاکستان هېواد څخه (٣٣١) تنه د سپین بولدک له لارې د کب په (٢٥) مه هېواد ته راستانه شوي.

د سپین بولدک دسرحدي آمر په خبره په یادو راستنېدونکو کې (٤٢) کورنۍ چې (٢٦١) تنه کېږي   (٧٠) تنو نورو خوشې شوو بندیانو  سره، چې پکې ښځې، ماشومان اوسپینګیري شامل ول هېواد راسته شول او د مرستو په موخه د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) ته ور وپېژندل شول.