د مهاجرينو چارو وزارت اونيزه اداري ناسته ترسره شوه

anwari_morr
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۳۰ - ۲۱:۲۹
-

د مهاجرينو چارو وزارت  اونيزه  اداري ناسته د الحاج خليل الرحمن حق اني په مشرۍ ترسره شوه.
په  ناسته کې يوشمېر  مرکزي  رئيسانو د خپلو  کړنو راپورنه وړاندې کړل،چې په تېرې ناستې کې ورته دنده سپارل شوې وه، ورپسې د مهاجرینو چارو وزیر د روان کال د پروګرامونو د پلي کېدو د چټکتیا او په راتلونکي کال کې په بېلابېلو څانګو کې د غوره خدمتونو د وړاندې کولو لپاره د لا ښه چمتووالي په اړه خبرې وکړې او یو شمېر ریاستونو ته یې ځانګړې لارښوونې وکړې.
    د وزارت د کارکوونکو تشکیل او د (۱۴۰۲) کال بودیجه هغه موضوعات وو، چې پرې خبرې وشوې او په هره برخه کې يې مسؤلينو خپل نظرونه وړاندې کړل.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۱:۲۹
Background image

په كندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت محترم مقام په دوامدارو هڅو، له ګاونډيو هېوادونو څخه راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش په لړ کې دا ځل په کندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمه کلیزه ونمانځل شوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په مسجد کې نن د ماسپښین له لمانځه وروسته د معینانو، رییسانو او د دغه وزارت کارکوونکو په شتون کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمې کلیزې په مناسبت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت په هڅو زابل کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په هڅو په زابل کې له سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د خوراکي توکو د وېش په دغې برنامه کې، چې په مرکز قلات کې جوړه. . .

بېرته خبرونه ته