د مهاجرینو چارو وزیر د کډوالو عالي کمشنرۍ له عمومي مرستیال سره وکتل

anwari_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲۵ - ۲۰:۲۱
.

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمان حقاني د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ (UNHCR) له عملیاتي مرستیال ښاغلي رؤوف مازو سره، چې د اسیا او پسفیک هېوادونو لپاره ددغه ادارې رئیس اندریکا روټواټي او د افغانستان لپاره د یونیسار مشر لیونارد زولو یې هم ملتیا کوله؛ په خپل کاري دفتر کې وکتل

په دغه ناسته کې په افغانستان کې د (UNHCR) پر فعالیتونو، راستنېدونکو او داخلي بې ځایه شوو ته په منظم او اسانه ډول د بشري مرستو رسولو او د مهاجرینو وزارت او یونیسار ادارې ترمنځ پر ګډو همکاریو خبرې وشوې ښاغلي مازو په افغانستان کې د یونیسار د فعالیتونو په اړه خبرې وکړې ویې ویل: تېر کال مونږ له ۵.۹ میلیونه خلکوسره مرستې کړي او په راتلونکې کې غواړو دا مرستې نورې هم زیاتې شي ښاغلي ریټواټي وویل: سږکال د مهاجرینو راستنېدنه د تمې خلاف زیاته وه او راتلونکی کال ښایي له دې هم زیاته وي د مهاجرینو چارو وزیر وویل: مهاجرین په ټوله نړۍ کې ترټولو مظلومه او بېوزله طبقه ده او هیڅکله باید د سیاستونو ښکار نشي، نوموړي زیاته کړه، د مهاجرینو چارو وزارت په ټول افغانستان کې نږدې ۱۰۰ زره نمرې د راستنېدونکو لپاره چمتو کړي او د لومړنیو اسانتیاو، مکتبونو، کلینیکونو او مسجدونو د جوړولو لپاره یې هلې ځلې کوي ښاغلي حقـ.ـاني زیاته کړه، بشري مرستې دې ددغه ښارګوټو په ابادولو ولګول شي ترڅو د راستنېدونکو لپاره اساسي خدمتونه وړاندې شي

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۴:۴۹
Background image

کډوالو وزارت کې د همکارۍ دوه هوکړه لیکونه لاسلیک شول

په کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له بشري صلح سازان افغانستان او د افغانستان پیاوړتیا او قلیم د نوښت موسسې سره د همکارۍ دوه هوکړه لیکونه لاسلیک شول.
د هوکړه لیک له مخې به د بشري. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۳:۴۶
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د نورستان ولایت له مرستیال مولوي فیصل مختار او د کوچیانو چارو د سمون له عمومي رئیس مولوي بصر صاحبزاده سره وکتل

په دې ناسته کې چې راستنېدونکو هېوادوالو ته د اسانتیاوو چمتو کولو په موخه خبرې او وړاندېزونه وشول، په پیل کې مولوي فیصل مختار نورستال ولایت ته د ورستنو شوو د وضیعت په اړه معلومات وړاندې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۱۴:۱۱
Background image

په کډوالو وزارت کې د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغانستان کلیو بیارغونې له موسسې سره د ۱۰۸ زره او ۸۶۴ امریکایی ډالرو په ارزښت د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
د دې هوکړې له مخې، یاده موسسه به. . .

بېرته خبرونه ته