د بغلان ولايت د مهاجرينو چارو رئيس د آغاخان د فتر له استازي سره ليدنه وکړه

sadam_morr
-

د بغلان ولايت د مهاجرينو چارو رئيس محمد ابراهيم عمري د آغا خان دفتر له استازي سره د سلواغې په (۱۳) مه په خپل کاري دفتر کې ليدنه وکړه.

په ناسته کې د ياد دفتر استازي په هغو سيموکې چې د راستنېدونکو او داخلي بېځايه شوو زيات شمېر لري، د (۵) څاه ګانو د کيندلو او د (۵۰۰) نيالګيو د اېښودلو  په اړه خبرې وکړې او د بغلان ولايت د مهاجرينو چارو د رئيس د څرګندونو له مخې پرېکړه وشوه، چې ياد شوي پروګرامونه د مرکزي بغلان د وچ جر د ابومحمد او چشمه شېر لېسې او د مهاجرينو په ښارګوټو کې پلي شي.

د ويلو ده، چې د يادو پروګرامونو مالي لګښت د (UNHCR) دفتر له لورې ورکول کېږي او د  آغا خان دفتر له لورې پلي کېږي.