د مهاجرينو چارو وزارت اداري ناسته ترسره شوه
د مهاجرينو چارو وزارت اداري ناسته د الحاج خليل الرحمن حقاني په مشرۍ ترسره شوه.
ناسته د مهاجرينو چارو د وزير په خبرو پيل شوه او ورپسې هغه رئيسانو چې په تېرې ناستې کې ورته دندې سپارل شوې وې د خپلو کړنو په اړه راپور وړاندې کړل.
د مهاجرينو چارو وزير د راپورونو د اورېدو وروسته يوشمېر مرکزي رئيسانوته لار ښوونه وکړه چې دقيق اغېزمن او چټک اقادامات ترسره کړي او د وخت له ضايع کېدو ډډه وکړي.
هغه ټينګا وکړ، چې چارواکي د خلکو خدمتګاران دي او کله چې زموږ هېواد وال راځي، بايد له هغوی سره اسلامي او انساني چلند وشي او کارونه يې پرته له ځنډه خلاص شي.