ننګرهار کې د بيا مېشتېدو ولايتي کمېټې ناسته ناسته ترسره شوه

anwari_morr
-

ننګرهار کې د بيامېشتېدو ولايتي کمېټې ناسته د مرغومي په (۷) مه د ننګرهاولايت د مهاجرينو چارو  رئيس په مشرۍ د دولتي او  بهرنيو همکارو مرستندويه بنسټونو په ګډون ترسره شوه.

په لومړي سر کې د ننګرهار ولايت د مهاجرينو چارو رئيس د موضوع اړوند خبرې وکړې او د حل په موخه يې د همکاريو غوښتنه وکړه.

وروسته د ننګرهار ولايت مالي او اداري رئيس خبرې وکړې او په دغه ولايت کې يې د مرستندويه بنسټونو د کړنو مننه وکړه اود ننګرهار ولايت د مهاجرينو چارو  رياست د يوتن کار کوونکي له لورې د موسسو د کره فعاليتونو په اړه معلومات وړاندې شول.

وروسته د (OCH) موسسې استازي  په نوي ميلادي کال کې د مرستو د ډېروالي، د (G EN) موسسې ( ۲۸۰۰) تنو ته د کار په بدل کې د پيسو د ورکړې او  د (WAW) موسسې په (۲۰۲۳) کال کې  (۱۵۰۰) کورنيو ته د سرپناه د جوړېدو په اړه ډاډ ورکړ.

همدارنګه په ناسته کې  يوشمېر نورو موسسو هم خپل پلانونه بيان کړل او خپل چمتوالی يې وښود.
د ناستې په پاي کې د ننګرهار ولايت د مهاجرينو چارو رئيس د يادو ادارو د ترسره شوو مرستو څخه مننه وکړه او له دوی څخه يې د لا زياتو مرستو غوښتنه وکړه.