ننګرهار کې د بيا مېشتېدو ولايتي کمېټې ناسته ناسته ترسره شوه
ننګرهار کې د بيامېشتېدو ولايتي کمېټې ناسته د مرغومي په (۷) مه د ننګرهاولايت د مهاجرينو چارو رئيس په مشرۍ د دولتي او بهرنيو همکارو مرستندويه بنسټونو په ګډون ترسره شوه.
په لومړي سر کې د ننګرهار ولايت د مهاجرينو چارو رئيس د موضوع اړوند خبرې وکړې او د حل په موخه يې د همکاريو غوښتنه وکړه.
وروسته د ننګرهار ولايت مالي او اداري رئيس خبرې وکړې او په دغه ولايت کې يې د مرستندويه بنسټونو د کړنو مننه وکړه اود ننګرهار ولايت د مهاجرينو چارو رياست د يوتن کار کوونکي له لورې د موسسو د کره فعاليتونو په اړه معلومات وړاندې شول.
وروسته د (OCH) موسسې استازي په نوي ميلادي کال کې د مرستو د ډېروالي، د (G EN) موسسې ( ۲۸۰۰) تنو ته د کار په بدل کې د پيسو د ورکړې او د (WAW) موسسې په (۲۰۲۳) کال کې (۱۵۰۰) کورنيو ته د سرپناه د جوړېدو په اړه ډاډ ورکړ.
همدارنګه په ناسته کې يوشمېر نورو موسسو هم خپل پلانونه بيان کړل او خپل چمتوالی يې وښود.
د ناستې په پاي کې د ننګرهار ولايت د مهاجرينو چارو رئيس د يادو ادارو د ترسره شوو مرستو څخه مننه وکړه او له دوی څخه يې د لا زياتو مرستو غوښتنه وکړه.