د مهاجرينو چارو وزارت نوي رئيسان کار کوونکو ته ور وپېژندل شول

sadam_morr
دوشنبه ۱۴۰۱/۹/۱۴ - ۱۵:۲۸
-

د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت د مقام د لار ښونې پر بنسټ د ا. ا.  امارت د رياست الوزرا په منظورۍ د وزارت اته تنه رئيسان او چارواکي مقرر او د وزارت کار کوونکو ته ور وپېژندل شول.

په هغه مراسموکې چې دوشنبه د ليندۍ په (۱۴) مه په وزارت کې ترسره شول، د وزارت مالي او اداري مرستيال الحاج محمد ارسلاح خروټي، مسلکي مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد او يوشمېر رئيسانو او کار کوونکو شتون درلود.

په دغو تغيراتوکې  قاري اجمل وياړ د مقام د دفتر د رئيس، مولوي محمد جان خدرخېل د داخلي پلټنو د رئيس، مولوي محمد اسماعيل ذبيح الله د مالي او اداري رئيس، مولوي محمود الحق احدي د حقوقي ملاتړ د رئيس، قاري احمد الله هاشمي د پلان او پالېسۍ د رئيس، قاري محمود شاه د څارنې او ارزونې د رئيس  او حاجي محمد علي باور د حقوقي سلاکار په توګه ټاکل شوي دي.

مالي او اداري مرستيال ااو مسلکي مرستيال، چې د رئيسانو د معرفۍ په مراسموکې يې شتون درلود  رئيسانو او چارواکو ته د برياليتوب هيله وکړه، دغه بدلونونه يې يو مثبت ګام او باله او د يادو کسانو تغير او تبديل يې د نوو تجربو او زده کړو په برخه کې  ګټور او د تشې د لمنځه وړلو په برخه کې مهم ياد کړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۱:۲۹
Background image

په كندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت محترم مقام په دوامدارو هڅو، له ګاونډيو هېوادونو څخه راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش په لړ کې دا ځل په کندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمه کلیزه ونمانځل شوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په مسجد کې نن د ماسپښین له لمانځه وروسته د معینانو، رییسانو او د دغه وزارت کارکوونکو په شتون کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمې کلیزې په مناسبت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت په هڅو زابل کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په هڅو په زابل کې له سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د خوراکي توکو د وېش په دغې برنامه کې، چې په مرکز قلات کې جوړه. . .

بېرته خبرونه ته