د مهاجرينو چارو وزارت پلاوي د ننګرهارولايت مرستيال والي سره ليدنه وکړه

anwari_morr
-

مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت پلاوي  د داخلي بېځايه شوو رئيس مولوي سردار شيرزاد په مشرۍ او د وزارت د پروګرامونو ارشد مدير انجنير محمد اجمل، د وزارت مقام ستکرتر انجنير عابد په ملتيا او د ننګرهار د مهاجرينو رئيس اکرام الدين مفتون د ننګرهارولايت مرستيال والي مولوي رباني ناصح سره ليدنه وکړه.

د پلاوي مشر  د دې وزارت اړوند کاري ساحو او په هغو کې د ولايت مقام د همکاري او ګډون په اړه خبرې وکړې  او د خپل سفر د موخو  او په ختيځ زون د مهاجرينوچارو مسئوولينو ته د دوه ورځني ورکشاپ په اړه معلومات ورکړل.

مرستيال والي، پلاوي  ته د ښه راغلاست ويلو تر څنګ  په ننګرهار ولايت کې د داخلي بې ځايه شويو او راستانه شوو مهاجرينو د ستونزو په اړه يادونه وکړه او د هغوي د حل په پار يې د مهاجرينو وزارت د ملاتړ او زياتو مرستو غوښتنه وکړه.

وروسته د مهاجرينو وزارت د پروګرامونو ارشد مدير انجنير محمد اجمل د دوي لخوا ذکر شوو ستونزو د حل په اړه د بېلابېلو حل لارو او د ټولګټو پروژو د پلي کېدو  په برخه کې د بېلابېلو شته فرصتونو په اړه خبرې وکړې او په دې برخه کې يې د مهاجرينو وزارت د کلکې ژمنتيا په اړه يادونه وکړه او په ولايتي کچه د راستنېدونکو او داخلي بې ځايه شويو ستونزو ته د رسېدنې په پار د ولايت مقام پر رول رڼا واچوله.