د مهاجرينو چارو وزارت د ښارګوټو د تخنيکي ستونزو ارزونه پيل شوه

sadam_morr
---

 

د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (UNHCR) د  (۲۰۲۲) کال د (PPA) پروژې د لاسليک شوي هوکړه ليک له مخې د وږي په ( ۲۳) مه  د مهاجرينو  د ښارګوټو د تخنيکي ستونزو ارزونه پيل کړه.

د ځمکې د وېش د څارنې عمومي مدير لقمان سيفي د معلوماتو له مخې دوو کاري ټيمونو په ولايتونو کې خپل فعاليتونه پيل کړي او په  پروان، ننګرهار او پنجشېر کې يې د مهاجرينو د ښارګوټو ارزونه بشپړه کړې  او په پام کې ده چې نورو ولايتونو ته هم لاړشي.

د سيفي په وينا، د مهاجرينوچارو وزارت  په (۱۳۸۴) کال کې د پخواني حکومت د (۱۰۴) ګڼې فرمان پر اساس په (۲۹) ولايتونوکې (۶۲) ښارګوټي جوړکړي  او يوشمېر نمرې يې ووېشلې او همدارنګه ځينې بنسټيزخدمات لکه، د جوماتونو، ښوونځيو، سرکونو، ويالو، پلچکونو، ژورو او نيمه ژرو څاګانوکېندل شوي  او يوشمېر نورې پراختيايي پروژې پلي شوي، مګر په يوشمېر ښارګوټوکې د استوګنې لپاره لازم شرايط نه دي برابر شوي او يوشمېر اغيېزمنې پروژې  پکې هم نه دي پلي شوي.

د اسلامي امارت له بريا وروسته د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت لازمه وګڼله چې  دهېواد په (۳۴) ولايتونوکې د مهاجرينو د ټولو ښارګوټو د ستونزو تخنيکي ارزونه وکړي او همدارنګه هغه چې ښارګوټي نه لري شتنه ستونزې او ظرفيتونه يې راټول او د ښارګوټو په جوړولو يې پيل وشي.