د مهاجرينو چارو وزارت د ښارګوټو د تخنيکي ستونزو ارزونه پيل شوه
د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (UNHCR) د (۲۰۲۲) کال د (PPA) پروژې د لاسليک شوي هوکړه ليک له مخې د وږي په ( ۲۳) مه د مهاجرينو د ښارګوټو د تخنيکي ستونزو ارزونه پيل کړه.
د ځمکې د وېش د څارنې عمومي مدير لقمان سيفي د معلوماتو له مخې دوو کاري ټيمونو په ولايتونو کې خپل فعاليتونه پيل کړي او په پروان، ننګرهار او پنجشېر کې يې د مهاجرينو د ښارګوټو ارزونه بشپړه کړې او په پام کې ده چې نورو ولايتونو ته هم لاړشي.
د سيفي په وينا، د مهاجرينوچارو وزارت په (۱۳۸۴) کال کې د پخواني حکومت د (۱۰۴) ګڼې فرمان پر اساس په (۲۹) ولايتونوکې (۶۲) ښارګوټي جوړکړي او يوشمېر نمرې يې ووېشلې او همدارنګه ځينې بنسټيزخدمات لکه، د جوماتونو، ښوونځيو، سرکونو، ويالو، پلچکونو، ژورو او نيمه ژرو څاګانوکېندل شوي او يوشمېر نورې پراختيايي پروژې پلي شوي، مګر په يوشمېر ښارګوټوکې د استوګنې لپاره لازم شرايط نه دي برابر شوي او يوشمېر اغيېزمنې پروژې پکې هم نه دي پلي شوي.
د اسلامي امارت له بريا وروسته د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت لازمه وګڼله چې دهېواد په (۳۴) ولايتونوکې د مهاجرينو د ټولو ښارګوټو د ستونزو تخنيکي ارزونه وکړي او همدارنګه هغه چې ښارګوټي نه لري شتنه ستونزې او ظرفيتونه يې راټول او د ښارګوټو په جوړولو يې پيل وشي.