د مهاجرينو چارو وزارت او يوشمېر موسسو ترمېنځ د څه باندې دوه ميلينو، ( ۹۳۱) زره او ( ۷۳۶) امريکايي ډالرو په ارزښت د همکاريو هوکړه ليکونه لاسليک شول

sadam_morr
شنبه ۱۴۰۱/۶/۲۶ - ۱۵:۵۶
______
 
د مهاجرينو او ارستنېدونکو چارو وزارت اوهمکارو بنسټونو ترمېنځ د وږي په (۲۶) مه د همکاريو پېنځه هوکړه ليکونه لاسليک شول.
د لاسليک شوو هوکړه ليکونو پربنسټ، چې ارزښت يې (۲) ميليونه، ۹۳۱) زره او (۷۳۶) امريکايي ډالره کېږي، د کمپو موسسه به په کابل کې د کور جوړولو، د افغان ايد موسسه به په غور، د آی آر سي موسسه به په بادغيس کې د خوراکي توکو د وېش، د اړمنو خلکو خيريه بنسټ په ميدان وردګو او د اکرو موسسه په پکتيکا، پکتيا او غزني کې اړمنو او مستحقو کورنيو سره مرستې کوي.
ياد هوکړه ليکونه د مهاجرينو او راستنېدونکوچارو وزارت د مسلکي مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد او د يادو موسسو د استازو ترمېنځ لاسليک شول.
ښاغلي عبدالرحمن راشد د هوکړه ليکونو د لاسليک پرمهال د پروژو په روښانه او دقيق پلي کېدو ټينګار وکړ او يې ويل: (( وزارت به د ټولو هوکړه ليکونو له پلي کېدو څخه جدي څارنه کوي او د سرغړونې په صورت کې به د پروژو چار ودروي)).
نوموړي د ادارو له مسؤلينو وغوښتل، چې په پوره اخلاص او دقت سره عمل وکړي او مرستې له هرډول فساد پرته په شفاف ډول اړمنو او مستحقو کورنيو ته ورسوي.
د داخلي بېځايه شوو رئيس او د وزارت د هوکړه ليکونو د کمېټې رئيس مولوي سردار محمد شېرزاد هم د هوکړ ليکونو د پلي کېدو پر شفافيت ټيڼګار وکړ.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمه کلیزه ونمانځل شوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په مسجد کې نن د ماسپښین له لمانځه وروسته د معینانو، رییسانو او د دغه وزارت کارکوونکو په شتون کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمې کلیزې په مناسبت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت په هڅو زابل کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په هڅو په زابل کې له سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د خوراکي توکو د وېش په دغې برنامه کې، چې په مرکز قلات کې جوړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۳۶
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر پکتیکا کې سلګونو راستنو شویو کورنیو ته د خوراکي توکو وېش په برنامه کې ګډون وکړ


د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزير محترم مولوي عبدالكبير نن پکتیكا ته د سفر په ترڅ کې سلګونو راستنو شویو بېوزلو کورنیو ته د خوراکي توکو د وېش په برنامه کې ګډون او وینا وکړه.
په دې. . .

بېرته خبرونه ته