په پکتیکا کې سلګونو بېځایه شوو کورنیو سره نغدي مرستې وشوې

sadam_morr
پنجشنبه ۱۴۰۰/۸/۲۷ - ۱۱:۴
...

١٤٠٠کال، دلړم(٢٦) مه،کابل: افغانستان دملګرو ملتونو دکډوالو ادارې (UNHCR) په مالي لګښت د ويسټا موسسې له لورې دپکتيکا ولايت دمهاجرينو او راستنېدونکو چارو رياست په همکارۍ (٣٠٠) راستنېدونکو،بېځايه شوو او اړمنو کورنيو سره نغدي مرستې وشوې. په پکتيکا کې دويسټا موسسې استازي وحيد ګل هاشمي په وينا يادې مرستې دملګرو ملتونو دکډوالو ادارې له لورې دويسټا موسسې پرمټ (٣٠٠) کورنيو هرې کورنۍ ته دوه سوه اوپېنځه شپېته امرکايي ډالره نغدې ووېشل شوې. هاشمي وايي، دغه کورنۍ له وړاندې نه د یوې شفافې پروسې له مخې د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو له ریاست سره په همغږۍ سروې شوې وې او د مرستې مستحقې بلل شوې وې، چې نن ورته نغدي مرسته ورکړل شوه. نوموړي زیاته کړه، چې د اوس لپاره مرکز او ارګون ولسوالیو کې په یادو شرایطو برابرو کسانو ته مرستې وېشل شوي خو ممکن دا ډول مرستې په راتلونکې کې د پکتیکا په نورو ولسوالیو او سیمو کې هم تر سره شي. د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو د ریاست استازي محمداسلم هم وویل: چې دغه کورنۍ د دوی د ریاست او ویستا مؤسسې په ګډه همغږۍ سره سروې او د مرستې لپاره په نښه شوې وې. نوموړی وايي، په یادو مرستو سره به د دې کورنیو یو څه لومړنۍ ستونزې هوارې شي او زموږ هڅه داده، چې په دې سربېره نورې مرستې هم پکتیکا ته راجلب کړو او د بېوزلو بشپړ لاس نیوی وکړو. محمداسلم زیاته کړه، چې تردې وړاندې هم دوی د پکتیکا له کډوالو سره ورته مرستې ترسره کړې دي. بل لورې دپکتيکا اوسېدونکو دمرستندويه بنسټونو او دافغانستان اسلامي امارت څخه غوښتنه وکړه چې دبشري مرستو په برخه کې دې ورته لا ډېره پاملرنه وشي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۹/۱۶ - ۲۱:۱۵
Background image

دترکیې سفیر: د نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه کوم چې دافغانستان خلکو سره، بشري مرستې وکړي

 
دغه خبر ه دترکیې سفیرجیهاد ارکينايي نن دلیندۍ په (١٦) دکابل په بګرامیو ولسوالیوکې اړمنو بېځايه شوو کورنیو ته دبشري مرستو دوېش پر مهال وکړه.
يادې مرستې د ترکيې هېواد د افتونو. . .
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۹/۱۶ - ۱۰:۲۰
Background image

کابل کې له ۳۰۰ کورنیو سره مرسته وشوه

د دوشنبې په ورځ د کابل ولايت د مهاجرينو چارو رئيس په مشرۍ د روان لمريز کال د وري په ۱۵مه ۳۰۰ بې کوره شويو کورنيو ته د ژمني کڅوړو د وېش لړۍ پيل شوه.

زده کړې کورنۍ پخوا د مهاجرت ریاست له. . .

دوشنبه ۱۴۰۰/۹/۱۵ - ۲۲:۴۷
Background image

د کابل موسهي ولسوالۍ کې له (١٠٠٠) کورنيو سره د خوراکي توکو مرستې وشوې

١٤٠٠کال ليندۍ، ١٤مه، کابل: افغانستان

په کابل کې د ترکيې هېواد افاد موسسې له لورې (١٠٠٠) بېوزلو بېځايه شوو کورنيو سره د خوراکي توکو مرستې وشوې.

د دغو مرستو د وېش پرمهال د کابل کډوالو. . .

بېرته خبرونه ته