د پناه غوښتونکو مرستيال دننګرهار دمهاجرينو رياست څخه ليدنه وکړه

sadam_morr
یکشنبه ۱۴۰۰/۸/۲ - ۲۱:۴۸
____________

دمهاجرينو وزارت د پناه غوښتونکو مرستیال قاري محمود شاه او ورسره پلاوي د ننګرهار ولايت دمهاجرینو رئيس اکرام الدين مفتون او کارکوونکو سره ليدنه وکړه او ددغه رياست د کارکوونکو ستونزې او ننګونې يې واورېدې.

قاري محمود شاه او ورسره پلاوي راستنېدونکو او اړمنو بېځايه شوو ته د مرستو دوېش په روڼتيا، په ښارګوټوکې د نمرو دغصب او د بېځايه شوو په برخه کې د هر راز همکاريو ډاډ ورکړ.

د دغه سفر موخه د کډوالو په ښارګوټوکې د هغو نمرو دغصب مخنيوی دی، کوم چې په دغه ولايت کې مهاجرینو ته ځانګړې شوې وه. د پناه غوښتونکو مرستيال وويل: چې موږ به ډېر ژر د یوه ځانګړي کمیسیون له لوري هغه ځمکې له غصب پاکې کړو چې دمهاجرينو لپاره ځانګړې شوې وې.

Comment

Share

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۱:۲۹
Background image

په كندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت محترم مقام په دوامدارو هڅو، له ګاونډيو هېوادونو څخه راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش په لړ کې دا ځل په کندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمه کلیزه ونمانځل شوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په مسجد کې نن د ماسپښین له لمانځه وروسته د معینانو، رییسانو او د دغه وزارت کارکوونکو په شتون کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمې کلیزې په مناسبت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت په هڅو زابل کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په هڅو په زابل کې له سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د خوراکي توکو د وېش په دغې برنامه کې، چې په مرکز قلات کې جوړه. . .

بېرته خبرونه ته