کډوالو وزارت او NRC   موسسې ترمنځ د همکاريو هوکړه ليک لاسليک شو

anwari_morr
دوشنبه ۱۴۰۰/۳/۳ - ۹:۴۹
____________

 

دغه هوکړه ليک د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پناه غوښتونکو دمرستيال وفي الله کاکړ او ناروې (NRC  ) موسسې رئيس استرېد  ترمنځ د غبرګولي په ۲مه دپناه غوښتونکو دمرستيال په کاري دفتر کې لاسليک شو.

 د دغه هوکړه ليک له مخې به د NRC دفتر دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سره په همغږۍ کې راستنېدونکو او بېځايه شوو ته دمرستو رسولو پروګرامونه پلي کوي او په ګډه به د پروژې ارزونه کوي. په ياد هوکړه ليک کې د افغانستان دولت پر ژمنو او همدارنګه دجينوا په کنفرانس کې د نړيوالو مرستندويه ادارو پر ژمنو ټينګار وشو.

 سر بېره پر دې هوکړه ليک دايجابوي چې NRC به په هېواد کې بېځايه شوو او راستنېدونکو ته  د پلي کوونکي پروژې د پرمختګ راپور د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ته سپاري او وزارت ته به خبر ورکوي چې دوی خپل پلانونه څنګه پلي کوي.

 

 

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۳ - ۸:۱۰
Background image

لوګر: مسلکي مرستیال او کفیل د قلعه وزیر د مهاجرینو له ښارګوټي څخه لیدنه وکړه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال او کفیل مولوي عبدالرحمن راشد او ورسره مل پلاوي د لوګر ولایت د قلعه وزیر د مهاجرینو له ښارګوټي څخه لیدنه وکړه
ښاغلي راشد په دغه لیدنه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۳ - ۸:۶
Background image

د مهاجرینو چارو مسلکي مرستیال او کفیل د لوګر والي سره ولیدل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال او کفیل مولوي عبدالرحمان راشد او ورسره مل پلاوي لوګر ولایت ته د سفر پرمهال ددغه ولایت له والي مولوي ضیاء الرحمن مدني سره د ولایت. . .
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۱۵:۵۸
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کفیل د لوګر ولایت د مهاجرینو له آمریت څخه لیدنه وکړه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال او کفیل مولوي عبدالرحمان راشد د ځینو رئیسانو په ملتیا د لوګر ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې ددغه ولایت د مهاجرینو چارو له آمریت څخه. . .

بېرته خبرونه ته