کډوالو وزارت مالي او اداري مرستیال د ډاکار موسسې له مسؤلینو سره خبرې وکړې

sadam_morr
یکشنبه ۱۴۰۰/۲/۲۶ - ۸:۱۰
ـــــــــــــــ

دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي اواداري مرستیال ولي الله جلال د ډاکارموسسې له رییس او دوه تنو سره په کډوالو وزارت کې لیدنه وکړه اودهرات ولایت په کمپونو کې بېځایه شوو کډوالوته دبېړنیومرستودوېش په اړه یې خبرې وکړې.

ښاغلي جلال د یادې موسسې اودملي او نړیوالومرستندویه ادارو څخه چې په هرات ولایت کې فعالیت کوي غوښتنه وکړه چې په دغه ولایت کې دې دبېځایه شوو په کمپونوکې بېړنیومرستوته پاملرنه وکړي.

نوموړي وویل چې کډوالو وزارت بایدکډوالۍ، راستنېدو او بېځایه کېدو په برخه کې دمرستندویه ادارو دفعالیتونو په برخه کې دیو سکتوري ادرس په توګه وي،چې دراستنېدونکو اوداخلي بېځایه شوو دبیایوځای کېدو او مرستو په برخه کې خلکوته فعالیتونه کوې.

هغه دمرستندویه اداروڅخه چې راستنېدونکو او داخلي بېځایه شووته دمرستو دوېش دپلي کولو برنامې لري غوښتنه وکړه چې د پروپوزل دجوړېدو څخه مخکې په دې برخه کې باید دکډوالو وزارت نظر له ځان سره ولري.

سربېره پر دې مالي او ادري مرستیال وویل چې دظرفیت جوړولو د اړتیاوو په نظر کې نیولو وروسته دمسلکي او تخنیکي زده کړو له تمرکز کولای شي راستنېدونکو او داخلي بېځایه شووته ګټورواقع شي.

په دغه ناسته کې کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سره دمرستندویه ادارو دهوکړه لیکونو دلاسلیک په اړه هم خبرې وشوې

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۱:۲۹
Background image

په كندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت محترم مقام په دوامدارو هڅو، له ګاونډيو هېوادونو څخه راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش په لړ کې دا ځل په کندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمه کلیزه ونمانځل شوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په مسجد کې نن د ماسپښین له لمانځه وروسته د معینانو، رییسانو او د دغه وزارت کارکوونکو په شتون کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمې کلیزې په مناسبت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت په هڅو زابل کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په هڅو په زابل کې له سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د خوراکي توکو د وېش په دغې برنامه کې، چې په مرکز قلات کې جوړه. . .

بېرته خبرونه ته