د پناه غوښتونکو معين ناروې د مهاجرینو تولنه (NRC) کمېټې له سرپرست سره ليدنه وکړه

anwari_morr
یکشنبه ۱۴۰۰/۱/۲۹ - ۱۰:۵۲
_____________

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پناه غوښتونکو مرسيتال وفي الله کاکړ د وري په ۲۶مه په افغانستان کې ناروې د مهاجرینو تولنه (NRC) کمېټې له سرپرست بوتايناتوجانی سره ليدنه وکړه.

ښاغلي کاکړ په تېرو کلونو په افغانستان کې د ناروې د کډوالو کمېټې د کارونو ستاينه وکړه او په افغانستان کې يې د راستنېدونکو او داخلي بېځايه شوو د بيا يوځای کېدو پروژې په اړه جدي اندېښنه څرګند کړه. نوموړي د کمېټې پر ژمنتيا ټينګار وکړ چې په منظم ډول د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ته د ننګونو او پرمختګونو په اړه راپور وکړي.

په ورته وخت کې اغلې توجاني وزارت ته د حساب ورکونې او د دواړو لورو ترمنځ د همکاريو د ښه والي لپاره يې د هڅو ژمنه وکړه. نوموړې په هرات او مزارشريف کې د مناسب کاري فرصتونو په پېژندلو کې د ناروې کمېټې په وړاندې ننګونو په اړه هم خبرې وکړې.

ښاغلي کاکړ وويل: چې دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت دناروې د مهاجرینو تولنه سره د مناسو ځمکو په تخصيص او پېژندلو کې مرسته کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۰:۳۳
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ او د ملګرو ملتونو د پراختیایي برنامو له استازو سره ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري په مشرۍ د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ(UNHCR) او د ملګرو ملتونو پراختیایي برنامو(UNDP). . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۳۲
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو


د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغان ښځو ښوونیز مرکز موسسې سره د ۵۳۷ زره او ۸۵۵ امریکایي ډالرو پر ارزښت یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به په ننګرهار کې د زیانمنو شویو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اداري پروسو اسانولو برنامه تر سره شوه

په مهاجرینو چارو وزارت کې د ا.ا.ا د چارو ادارې عمومي ریاست د استازو، د یاد وزارت د رییسانو او ځینو امرینو په شتون کې د اداري پروسو اسانولو برنامه تر سره شوه.
په پیل کې د یاد وزارت مالي. . .

بېرته خبرونه ته