د کډوالو وزير د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې له اسيايي رئيس سره وليدل

sadam_morr
دوشنبه ۱۴۰۰/۱/۹ - ۸:۰
______
کابل ته د خپل سفر په جريان کې، د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې د اسيا او اقيانوسيه رئيس اندريکار تواتی د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير نور الرحمن اخلاقي سره ليدنه وکړه او د افغان کډوالو د وضعيت څرنګوالی اويوشمېر مهمو مسايلو په اړه يې خبرې وکړې. په دغه ناسته کې چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت کې ترسره شوه، په افغانستان کې د ملګرو متلونو دکډوالو ادارې UNHCR رئيسې ميرمن وين بيورن کرولاين هم شتون درلود او په ګاونډيو هېوادونوکې د افغان کډوالو د وضعيت، د راستنېدونکو او داخلي بېځايه شوو وضعيت او همدارنګه د حل لارو د ستراتېژۍ په پلي کېدو، د افغان پناه غوښتونکو (SSAR) د سيمه ييز ستراتېژۍ د ملاتړ اصلي ډلې، د جينوا دژمنې پوره کولو څرنګوالي او دهمغږيو موثره ميکانيزمونو باندې خبرې وشوې. د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير په خپلو ويناو کې، راستنېدونکو ته دځمکې د وېش او دهغوی لپاره د کورجوړولو په اړه د ولسمشرماڼۍ ۱۰۸ ګڼه فرمان، د راستنېدونکو پاملرنې ته د افغانستان حکومت ژمنتيا څرګندولو سره د کډوالو او داخلي بېځايه شوو کسانو کره شمېرو په ترلاسه کولو کې د وزارت د هڅو په اړه معلومات ورکړل. هغه په دې اړه وويل: دهغه پلان پر بنسټ چې اوسمهال د کډوالو چارو وزارت په لاس کې دی د بېځايه شوو تثبيت او هغه اړمنو کورنيو سره به مرستې وشي چې مرستو ته ډېره اړتيالري.همدارنګه د کډوالو قانوني دريځ د تثبيت لپاره د وزارت له خوا چمتو شوي پلان سره سم به د کډوالو کره شمېرې ترلاسه شي او ددې قانون پر بنسټ به د دوی د حقوقو مديريت او دوی ته لاس رسی د دولتی ادارو ترمنځ مشخص شي. د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ لوړ پوړي چارواکي د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پلانونو هرکلی وکړ او ويې ويل چې د راستنېدونکو روغتيا او زده کړو ته لاس رسی زموږ د ادارې له لومړيتوبونو څخه دي. هغه همدارنګه داخلي بېځايه شوو ته د لاس رسي په اړه وويل: چې په دې برخه کې هغه د دولت او کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له نظر سره موافق دی ځکه چې د ډېر وخت لپاره کورنيو ته د مرستو وېشل د کورنيو وقار ته زيان رسوي او د دوی دايمي اړتيا رامنځ ته کوي. نومړي ټينګار وکړ چې د افغانستان حکومت او نړيوال همکاران د بېځايه شوو د تثبيت لپاره هڅې وکړي، دا بايد څرګنده شي چې کله د يوې کورنۍ د بېځايه کېدو پروسه پای ته رسېږي او د دوی لپاره کومې حل لارې شتون لري؟

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۱:۲۹
Background image

په كندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت محترم مقام په دوامدارو هڅو، له ګاونډيو هېوادونو څخه راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش په لړ کې دا ځل په کندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمه کلیزه ونمانځل شوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په مسجد کې نن د ماسپښین له لمانځه وروسته د معینانو، رییسانو او د دغه وزارت کارکوونکو په شتون کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمې کلیزې په مناسبت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت په هڅو زابل کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په هڅو په زابل کې له سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د خوراکي توکو د وېش په دغې برنامه کې، چې په مرکز قلات کې جوړه. . .

بېرته خبرونه ته