فارياب کې له زرو زياتو بېځايه شوو کورنيوسره نغدي مرستې وشوې
د ماشوم ساتنې نړيوالې موسسې له لورې د فارياب ولايت د کډوالو او راستنېدونکو چارو رياست په همکارۍ ۱۱۱۵ اړمنيو بېځايه شوو کورنيوسره نغدي مرستې وشوې.
يادې کورنۍ چې د جګړو له امله زيانمنې شوې وې د فارياب ولايت دکډوالو چارو رياست په همغږۍ هرې بېځايه شوې کورنۍ ته ۷۷۰۰ افغانۍ او هرې بېوزلې کورنۍ ته ۳۷۵۰ افغانۍ نغدې ورکړل شوې.