فارياب کې بېځايه شوو کورنیوسره نغدي مرستې وشوې

anwari_morr
_______________

د خوراک نړيوال سازمان WFP له لورې د فارياب ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۸۹۰ بېځايه شوو کورنیوسره نغدي مرستې وشوې.

يادې کورنۍ د جګړو له امله د قيصار او خواجه سبز پوش ولسوالیو څخه ددې ولايت مرکز ميمنې ښارته راکډه شوې وې د مرغومي په ۸مه هرې کورنۍ ته ۶۰۰۰ افغانۍ نغدې ورکړل شوې.