غورکې بېځايه شوو کورنیوسره دخوراکی موادو مرستې وشوې

anwari_morr
_______________

د خوراک نړيوال سازمان WFP له لورې د غور ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۴۹ بېځايه شوو کورنيوسره د خوراکي موادو مرستې وشوې.

یادې کورنۍ چې د جګړو له امله د دولت يار او تيورې ولسوالۍ څخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د مرغومي په ۸مه هرې کورنۍ ته ۴ بوجۍ اوړه، ۱۸ کيلو غوړي، ۲۵ کيلو دال نخود، ۲ کيلو بيسکويټ  او ۲ کيلو  مالګه مرسته ووېشل شوه.