بلخ کې بېځايه شوو کورنيوسره نغدي او دغير خوراکي موادو مرستې شوي

anwari_morr
______________

د يوشمېر مرستندويه ادارو له لورې د بلخ ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۹۲ بېځايه شوو کورنيوسره نغدي او دغير خوراکي موادو مرستې شوي.

يادې کورنۍ چې د جګړو له امله د بېلابېلو سيموڅخه ددې ولايت مرکز ته رابېځايه شوې وې د لړم په ۴مه د NRC موسسې  له لورې ۳۲کورنيو هرې کورنۍ ته يو يو شلټر، د ORD موسسې له لورې ۶۰ کورنيو هرې کورنۍ ته دوه شېدې لرونکې وزې، ۱ اوبه خور، ۱ سطل، ۱ پلاستيکي بوشکه، ۱ قيچې، او ۴۰۰ کيلو خوراکي مواد او د افغان بيسم شرک د MY MONEY برنامې له لورې هرې کورنۍ ته ۹۰۰۰ افغانۍ نغدې ورکړل شوې.