په تېرو دريو مياشتو کې لږ ترلږه ۳۲ زره افغان کډوال افغانستان ته راغلي

sadam_morr
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۲۳ - ۱۴:۵۳
په تېرو دريو مياشتو کې لږ ترلږه ۳۲ زره افغان کډوال افغانستان ته راغلي

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت دترلاسه شوو معلومات پراساس ۳۱۵۳۸ تنه افغان کډوال دليندۍ د ۱۵مې نېټې څخه د سلواغې تر ۲۱مې نېټې پورې له ګاونډيو او ارپايي هېوادونو څخه هېواد ته راستانه شوي.

د دغو افغان کډوالو له ډلې ۲۸۸۲۴ تنه يې له ايران او پاکستان او ۲۷۱۴تنه يې له نورو ارپايي هېوادونو څخه د حامد کرزي نړيوال هوايي ميدان ته راستانه شوي،چې ۱۵۳۸۵تنه يې په زور سره راوېستل شوي او ۱۶۱۵۳تنه يې په خپله خوښه راستانه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده،چې په روان کال کې ۲۱۷۴۲ تنه د جګړو له امله د ارزګان،لغمان، فارياب، فراه،ننګرهار، پکتيکا،کابل او کندهار ولايت کې دخپلو اصلي سيموڅخه امن سيموته کډه  شوي چې له ډلې يې ۹۵۴۴ تنو سره کډوالو چارو وزارت په همکارۍ د يو شمېر ملي او نړيوالو مرستندويه ادارو له لورې ورسره مرستې شوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۳:۴۴
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې تر ۴۰۰ زرو د زیاتو امریکايي ډالرو په ارزښت د همکارۍ دوه هوکړه‌‌لیکونه لاسلیک شول

په مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له افغانستان بیا رغونې او ښځو زده‌کړو او د بشري مرستو همغږۍ موسسو سره د ۴۶۴ زره ۸۰۴ امریکايي ډالرو په ارزښت د همکارۍ دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۱:۲۹
Background image

په كندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت محترم مقام په دوامدارو هڅو، له ګاونډيو هېوادونو څخه راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش په لړ کې دا ځل په کندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمه کلیزه ونمانځل شوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په مسجد کې نن د ماسپښین له لمانځه وروسته د معینانو، رییسانو او د دغه وزارت کارکوونکو په شتون کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمې کلیزې په مناسبت. . .

بېرته خبرونه ته