مستحقينوته د ځمکو وېش نومليکنه  د ولسمشرۍ ماڼۍ د ۳۰۵ ګڼه فرمان په اساس په کډوالو چارو وزارت کې پيل شوه

sadam_morr
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۱۸ - ۱۲:۵۳
ثبت نام مستحقین زمین رهایشی،درمطابقت به فرمان305 مقام ریاست جمهوری ا.ا،دروزارت امور مهاجرین وعودت کنندگان آغازشد

راستنېدونکو، بېځايه شوو او د امنيتي ځواکو د شهيدانو وراثينوته د ځمکو وېش دنومليکنې پروسه د چهارشنبې په ورځ د مرغومي په ۱۸مه په کډوالو چارو وزارت کې پيل شوه.

هغه مراسم،چې د ښارجوړونې وزارت مرستيال،دکابل ولايت دوالي مرستيال،د هبيتات موسسې د دفتر مسؤل اونورو اړوندوملي او نړيوالو موسسو استازو ګډون جوړ شوي و،دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزير سيدحسين عالمي بلخي دولسمشرۍ ماڼۍ د ۳۰۵ ګڼه فرمان په اساس په کابل کې مستحقينوته د ځمکووېش د نومليکنې د پيل خبر وکړ.

هغه زياته کړه،چې په تېرو ښارګوټو کې يوشمېر ستونزې موجودې وې او د ولسشمرۍ ماڼۍ د ۳۰۵ ګڼه فرمان د صادرولو په اساس د ځمکو په وېش کې  د فساد دمخنيوي په خاطرلازم تدابير نيولي او په ورته وخت کې شته ښارګوټي د څارنې لاندې دي.  

بلخي زياته کړه چې په ياده پروسه کې د ښې روڼتيا( شفافيت) لپاره يې د جوړې شوې کړنلارې په اساس د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په مشرۍ د دريو نړيوالو او څلور ملي ادارو څخه يو ګډه کمېټه او د ولايتونو په کچه يې  دواليانو په مشرۍ  د همغږۍ يو کمېسېون جوړ کړی،چې دځمکو دوېش لپاره مستحقين په سمه توګه وپېژني.

دکډوالو چارو دوزير په وينا د کابل ولايت په شکردرې ولسوالۍ کې يې  د ښارجوړونې وزارت په همکارۍ په ډاګه شوې،چې ۱۵۰۰ نمرې لري او دمستحقينو د شمېر په زياتوالي سره به د ځمکووزارت نوره ځمکه په لاس کې ورکړي.

وروسته د ښارجوړونې وزارت مرستيال ګل رحمن طوطاحېل په دې اړه وويل، چې په ټول افغانستان کې ۵/ ۱ ميليونه جريبه ځمکه لري،چې له دې جملې څخه ۲۴۷ زره جريبه ځمکه په کابل کې ددې وزارت په بانکي برنامه کې شامله شوه چې راستندونکو، بېځايه شوو او د امنيتي ځواکونو د شهيدانو وراثينوته دوېش نه علاوه نورې عام النفعه برنامې چې د دولتي ادارو له لورې يې غوښتنه شوې وه،ځانګړې شوې او ۲۳۰۰ جريبه ځمکه کډوالو چارو وزارت ته دوېش په موخه په واک کې ورکړل شوې ده.

همدارنګه په دې مراسموکې د کابل ولايت د والي مرستيال حنيف ګرديوال او د هبيتات موسسې د دفتر رئيس دشکردرې ولسوالۍ دکډوالو ښارګوټي د زيربنايي کارونو، په دې اړه د روڼتيا( شفافيت) او د دولتي او نړيوالو بنسټونو په اړه معلومات ورکړل.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۴:۵۲
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د پکتیکا ولایت لپاره د اسلامي امارت له ځینو ډلګۍ مشرانو سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن د پکتیکا ولایت لپاره د اسلامي امارت له ځینو ډلګۍ مشرانو سره وکتل.

په دغې لیدنه کې، چې د اسلامي امارت د مجاهدینو د هلو ځلو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۴:۵۲
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت ۳۰ تنه کارکوونکو د انګلیسي او کمپیوټر زده کړې فراغت سندونه ترلاسه کړل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مرکزي ریاستونو ۳۰ تنو کارکوونکو د انګلیسي او کمپیوټر د زده کړه ییزو برنامو تر بشپړولو وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړل.

په دې اړه جوړه شوې غونډه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۵:۱۹
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د سلګونو زرو امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د ژغورنې نړۍوالې کمېټې(IRC) موسسې سره د ۷۰۰ زره امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌ لیک لاسلیک کړ.

د دغه هوکړه ‌لیک د لاسلیک مراسم د. . .

بېرته خبرونه ته