د کډوالو چارو  وزارت د پلان او پالېسۍ سرپرست مرستيال  ننګرهار والي سره د کډوالو مديرت په اړه خبرې وکړه

sadam_morr
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۸/۷ - ۱۱:۳۶
مهر خدا صبار

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پلان او پالېسۍ سرپرست مرستيال مهر خدا صبار د يوپلاوي په مشرۍ د داخلي بېځايه شوو وضعيت د څارنې او د ننګرهار ولايت دکډوالو چارو رياست د فعاليتونو د ارزونې په موخه ننګرهار ولايت ته سفر وکړ او ننګرهار والي شاه محمد مياخېل سره يې ليدنه وکړه.

دغه ناسته د لړم په ۴مه په ننګرهار ولايت مقام کې ترسره شوه،چې پکې داخلي بېځايه شوو وضعيت ته د لاس رسۍ او دواړو ادارو په همغږۍ حبرې اترې وشوې.

ښاغلي صبار د ولايت مقام  څخه ددوی د همکاريو له امله مننه وکړه او د بېځايه شوو د وضعيت  په ځانګړي توګه په ننګرهار ولايت کې بېځايه شوو ته په اشارې سره وويل، چې دکډوالو او راستنېدونکو چارو  وزارت د يو شمېرملي او نړيوالو  مرستندويه ادارو سره په ګډه همغږۍ  په دې توانېدلی چې  ددغه لوی بشري ناورين مخه ونيسي او ورسره مرستې ترسره کړي.

هغه زياته کړه چې په روان کال کې دغه وزارت په ژمي کې د بېځايه شوو د ستونزو د راټيټولو په موخه د ۹۵۰۰۰ کورنيوله ډلې ۴۳۰۰ کورنيوسره د نړيوالو مرستندويه ادارو او پاتې نوروسره د کډوالو چارو وزارت له لورې نغدي او غيرنغدي مرستې ترسره شي.

مياخېل  په ورته وخت سرپرست مرسيال او ورسره پلاوي ته ښه راغلاس ووايه او په ننګرهار کې يې د بېځايه شوو په اداره کولو کې دهمکارۍ ډاډ ورکړ ويې ويل، غوره به داوي چې هغه بېخايه شوي کسان په پام کې ونيسو چې بېرته خپلو اصلي سيمو ته ستانه شوي دي.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۴:۵۲
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د پکتیکا ولایت لپاره د اسلامي امارت له ځینو ډلګۍ مشرانو سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن د پکتیکا ولایت لپاره د اسلامي امارت له ځینو ډلګۍ مشرانو سره وکتل.

په دغې لیدنه کې، چې د اسلامي امارت د مجاهدینو د هلو ځلو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۴:۵۲
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت ۳۰ تنه کارکوونکو د انګلیسي او کمپیوټر زده کړې فراغت سندونه ترلاسه کړل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مرکزي ریاستونو ۳۰ تنو کارکوونکو د انګلیسي او کمپیوټر د زده کړه ییزو برنامو تر بشپړولو وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړل.

په دې اړه جوړه شوې غونډه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۵:۱۹
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د سلګونو زرو امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د ژغورنې نړۍوالې کمېټې(IRC) موسسې سره د ۷۰۰ زره امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌ لیک لاسلیک کړ.

د دغه هوکړه ‌لیک د لاسلیک مراسم د. . .

بېرته خبرونه ته