کډوالو چارو وزارت د راستنېدونکو ماشومانو په برخه کې دهمکاريو هوکړه ليک لاسليک کړ.
دغه هوکړه ليک د تلې په ۳۰ مه په کډوالوچارو وزارت کې د حقوقي ملاتړ رئيس غلام مرتضی رسولي او افغان پراختيايي موسسې مسئول ترمنځ لاسيک شو.
د ياد هوکړه ليک د لاسيلکولو موخه په فارياب، بلخ، کندز، تخار او بدخشان کې د ګاونډيو هېوادونو څخه د بې سرپرست راستنېدونکو ماشومانو څخه ملاتړ او ور سره مرستې کول دي.
د ياد هوکړه ليک په اساس به ذکر شوې موسسه د ايران څخه ۲۷۰ تنه راستنېدونکو ماشومانو ته ټولنيز خدمتونه، کوچني سوداګريز خدمتونه، ۷۰۰ ماشومانوته ۳۵ مناسب ځايونو رامنځ ته کول او ۱۳ زره او ۵۰۰ غير قانوني کډوالو ماشومانو په برخه کې د کډوالو چارو وزارت سره همکاري کوي.
د يادې پروژې مالي لګښت ۳۱ ميليونه، ۱۲۳ زره او ۵۶۰ افغان دی، چې د يونيسف له لورې ورکول کېږي.