کډوالو چارو وزارت د شمالي وزيرستان او بلوچو قومونو بېځايه شوو وضعيت ته د رسېدنې په موخه ناسته وکړه

sadam_morr
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۷/۲ - ۱۴:۱۵
وزارت امور مهاجرین جلسه ای را به منظور رسیدگی بهتر به بیجاشدگان وزیرستان شمالی و اقوام بلوچ دایر کرد

دغه ناسته چې د کډوالو چارو وزارت د پناه غوښتونکو مرستيالې په مشرۍ په ياد وزارت کې ترسره شوه په کې د سرحدونو او قبايلو او کورنيو چارو وزارتونو، د ملي امنيت شورا دفتر، د ملي امنيت لوی رياست او په کابل کې د پناه غوښتونکو په پرخه کې دملګرو ملتونو دکډوالو ادارې استازو شتون درلود.

په دغه ناسته کې په پکتيا او خوست ولايت کې  دشمالي وزيرستان بېځايه شوو او جنوبي ولايتونو ته د بلوچو قومونو د راتګ له امله چې هلته اوس مېشت دي دهغوی لپاره د مرستو دوېش او پراختيايي خدمتونو د څرنګوالي په اړه خبرې اترې وشوې.

د کډوالو چارو وزارت د پناه غوښتونکو مرستيالې د افغانستان داخلي وضعيت او په جنوبي ولايتونوکې د شمالي وزيرستان او بلوچو قومونو بېځايه شوو لپاره د مرستو دوېش په برخه کې د بوديجې په برخه کې دملي او نړيوالو ادارو پر ګډې همکارۍ ټينګار وکړ  او دملګرو ملتونو دکډوالو ادارې UNHCR څخه يې غوښتنه وکړه، چې اوسنه وضعيت ته په کتو ددغې ادارې د مرستو کموالی به څنګه له اړمنو کورنیو لومړني ضرورتونه پوره کړي؟

دملګروملتونو دکډوالو اد ارې استازي يادونه وکړه چې ددغې ادارې د بوديجې د کموالي له امله د شمالي وزيرستان بېځايه شوو سره مرستې کمې شوي او په راتلونکي کې به دغه مرستې ودريږي؛ مګر په پراختيايي برخه کې لکه، حرفوي او مسلکي زده کړې، ښوونځيو رغول  او دکارموندنې برخه به زياتوالی ومومي ترڅو کورنۍ خپلو لومړني ضرورتونه پرې حل کړي.

همدارنګه دملګروملتونو دکډوالو ادارې استازې زياته کړه، په دې دليل چې ددغې ادارې دمرستو پروګرام هېڅ وسله وال کس ته خدمتونه نه وړاندې کوي. دغه اداره بلوچو قومونوته د بشري خدمتونو او پراختيايي مرستو دوېش څخه بښنه غواړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۷ - ۲۱:۴۴
Background image

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکــــبیر د افغانستان لپاره د ناروې هېواد له شارژدافیر پير البرټ الساس سره وکتل.

په پیل کې ښاغلي پــــــير البرټ الساس له پاکستان څخه په جبري ډول د افغان کډوالو پر ایستلو نیوکه وکړه او زیاته یې کړه، چې د ناروې حکومت د نړیوالو بنسټونو له لارې د افغان مهاجرینو لاس. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۶ - ۲۰:۱۶
Background image

د مهاجرینو وزارت د دفتر ريیس قاري محمد اجمل ویاړ د سلام پوهنتون د څېړنو مرکز له مرستیال سره ولیدل

د وري میاشتې په ۲۶ مه نیټه د مهاجرینو وزارت د دفتر ريیس قاري محمد اجمل ویاړ د سلام پوهنتون د څېړنو مرکز له مرستیال نصیر احمد نویدي او مل پلاوي سره وکتل.
په دې لیدنه کې د "بهرنیو. . .
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۶ - ۱۳:۳۶
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د برېښنا شرکت عمومي رئیس ډاکتر عبدالباري عمر په ملتیا له درې تنو بهر میشو افغانانو سره وکتل.

دغو بهر میشتو وویل په افغانستان کې اړمنو افغانانو ته د مرستو په راټولولو، علمي او په ټولنیزو چارو کې کار کوي.

یادو میلمنو زیاته کړه چې په بهر کې استوګن افغانان په افغانستان کې پانګونې. . .

بېرته خبرونه ته