بادغس کې بېځايه شوو کورنيوره مرسته وشوه
د PSN،د ملګروملتونو دکډوالو ادارې UNHCR او CHA موسسې له لورې د بادغيس ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۱۹ بېځايه شوو کورنيوسره نغدي مرسته وشوه.
يادې کورنۍ چې د نا امنيو له امله د بېلابېلو سيمو څخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې دتېرې يکشنبې په ورځ دوږي په ۱۷مه ۵ کورنيو،هرې کورنۍ ته ۲۴۰۰۰ افغانې، ۱۱ کورنيو هرې کورنۍ ته ۱۲۰۰۰ افغانۍ او ۳ کورنيو،هرې کورنۍ ته ۸۰۰۰ افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.