د پاکستان له بند خونو څخه نږدې ۴۰۰ تنه افغان مهاجرین ازاد شول
د تېرو دریو ورځو څخه را په دې خوا د پاکستان هېواد له زندانونو څخه ۳۷۳ تنه افغان مهاجرین ازاد او خپل هېواد ته راستانه شول.
د کندهار او ننګرهار ولایتونو د سرحدي امریتونو د معلوماتو په اساس یاد بندیان د قانوني اسنادو د نه درلودلو له امله د پاکستان له مختلفو ښارونو څخه نیول شوي او بندیان شوي و، چې ۲۹۶ تنه د تورخم له فرضي کرښې او ۷۷ تنه د سپین بولدک له لارې هېواد ته راستانه شوي دي. بشري مرستې ور سره وشوې او خپلو مېنو ته استول شوي دي.