د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې او د هغوی د چارو د لا ښه تنظیم په موخه، د مهاجرینو چارو وزارت په کوربه‌توب د همغږۍ ناسته ترسره شوه

anwari_morr
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۸:۵۳
-

دغه ناسته، چې د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمان راشد په مشرۍ جوړه شوې وه، پکې د بهرنیو چارو وزارت، کورنیو چارو وزارت، عدلیې وزارت، د استخباراتو لوی ریاست او یو شمېر نورو اړوندو ادارو استازو ګډون کړی و
په غونډه کې د مهاجرینو د شته ستونزو، هېواد ته د راستنېدونکو کډوالو د وضعیت، د قانوني اسنادو د تنظیم، امنیتي او حقوقي اسانتیاوو او د ادارو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ په اړه خبرې وشوې
مولوي عبدالرحمان راشد راغلیو میلمنو ته له ښه راغلاست وروسته د مهاجرینو او داخلي بې ځایه شويو ستونزو ته رسېدنه د ټولو ګډه دنده وبلله او د ټولو په ونډه یې ټینګار وکړ
په ناسته کې د وزارتونو استازو او نورو ګډونوالو هم د مهاجرینو ستونزو ته پر وخت رسېدنه، د خدماتو چټکتیا او د اړوندو ادارو ترمنځ ګډه همکاري د چارو د اغېزمن مدیریت لپاره مهمه اړتیا یاده کړه
همداراز پرېکړه وشوه، چې د مهاجرینو د ستونزو د حل او د خدمتونو د ښه والي لپاره به ګډې هڅې دوام مومي او اړوندې ادارې به په منظم ډول خپلې همغږۍ ته ادامه ورکوي

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲ - ۱۵:۹
Background image

د شهید امیرالمومنین ملا اخترمحمد منصور رحمه الله د شهادت د لسم تلین په مناسبت د قران‌کریم ختم وشو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په جومات کې د ماسپښین تر لمانځه وروسته د دغه وزارت معینانو، رییسانو او کارکوونکو په شتون کې د شهید امیرالمومنین ملا اختر محمد منصور رحمه الله د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۸:۴۳
Background image

د کډوالو چارو وزیر د کونړ له ګڼ شمېر قومي مخورو او مشرانو سره وکتل

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په خپل کاري دفتر کې د کونړ د سرکاڼو ولسوالۍ له ګڼ شمېر قومي مخورو او مشرانو سره وکتل. په دې لیدنه کې په کونړ کې د کډوالو ښارګوټي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۵:۲۹
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت له دوو موسسو سره د همکارۍ ۵ هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت او د افغان ښځو لپاره د ښځو او ناروي نړۍوالو موسسو ترمنځ د ۲ میلیونو ۲۳۵ زره او ۸۷۹ امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ ۵ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.

دغه. . .

بېرته خبرونه ته