د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د خوست په شمل دوه منده ولسوالۍ په مقام کې د لویې پکتیا د ځدراڼو له قومي مخورو او علماوو سره وکتل.
په دې ناسته کې د خوست، پکتیا او پکتیکا د اتو ولسوالیو د ګڼ شمېر ځدراڼو قومي مخورو او علماوو تر څنګ د خوست د جهادي مدرسې مهتمم شیخ افضل حسین هم ګډون کړی و.
حاضرو مشرانو د کډوالو چارو د وزیر په ورتګ خوښي څرګنده کړه او د اسلامي امارت دا ډول هڅې یې د ولسونو د ستونزو په حل کې مهمې وبللې.
یادو علماوو او قومي مخورو د ولس او حکومت پر نږدې اړیکو په ټېنګار سره د هېواد د پرمختګ لپاره د خلکو یووالی مهم وباله.
د ناستې پر دوام حاضرو مشرانو او علماوو د خپلو وړاندېزونو شریکولو پر مهال له اسلامي امارت څخه، اړمنو ته د مرستې غوښتنه وکړه او دغه راز یې د وچو لرګیو د انتقال اجازه وغوښته او په لرې پرتو سیمو کې یې روغتون ته د اړتیا یادونه وکړه.
ځدران قومي مشر حاجي عبدالرحمن اسلامي امارت ته وړاندېز وکړ، چې ولس ته په خپلو ځمکو کې د کار پروسه ساده کړل شي.
محترم مولوي عبدالکبیر د لویې پکتیا د قومونو له همکاریو مننه وکړه او زیاته یې کړه چې د تېرو پینځو لسیزو د ناخوالو ګالل د اسلامي نظام ټېنګښت او اشغال ختمولو په موخه و او افغانان په هېواد کې د دین دښمن نه شي زغملي.
محترم وزیر زیاته کړه، چې د اسلامي امارت له بریا وروسته په افغانستان کې په نیکو کارونو کې سیالي کیږي او ناخوالې پای ته رسیدلې دي.
محترم مولوي عبدالکبیر وویل، چې د هېواد د تاریخ روښانه پېر جهادي بریاوې او د ولس یووالی دی او حاضرو علماوو او مشرانو ته یې په خطاب کې څرګنده کړه، چې د اړتیا په صورت کې د جهاد سنګرونه آباد وساتئ.
محترم وزیر د خلکو ستونزو ته په اشارې سره وویل چې اسلامي امارت یې د حل هڅې کوي او د خلکو پرمخ د شکایت او وړاندېز دروازې پرانیستې دي.
