په درېیو ولایتونو کې له زرو زیاتو کورنیو سره بشري مرستې وشوې

sadam_morr
-

روانه اونۍ ننګرهار، سرپل او پکتیا ولایتونو کې له یو زر ۱۵۴ بېځایه شویو، راستنو شویو، اړمنو او د طبعي پېښو له امله زیانمنو کورنیو سره د نغدي، خوراکي توکو، کمپلو، خیمو او د پخلنځي وسایلو مرسته وشوه.
د یادو ولایتونو د راپورونو له مخې، د دې وزارت د همکارو بنسټونو له پېژندلو وروسته پکتیا کې ۸۱۶ کورنیو ته ۴ قلمه د خوراکي توکو، کمپلو، خیمو او یو میلیون ۵۰۰ زره افغانیو نغدي، په سرپل کې ۳۸ کورنیو ته ۲ قلمه خوارکی موادو ۵۷ زره افغانیو نغدي، ننګرهار ۳۰۰ کورنیو ته ۴ قلمه خوراکي موادو، ۴ کمپلې او د پخلنځي وسایلو مرستې ورکړل شوې.
همدارنګه د یاد وزارت د همکارو بنسټونو له لوري تر پېژندلو وروسته فراه کې ۶۰ تنو له ۱۸ کلونو کم عمره ماشومانو ته ۷۹۶ زره ۲۰۰ افغانۍ، ارزګان کې ۳۳۶ تنو ته ۵۰۴ زره افغانۍ ورکړل شوې.