د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د کابل د سروبي ولسوالۍ د مهاجرینو له استازو سره وکتل.

anwari_morr
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۹ - ۱۱:۶
-
په دې ناسته کې د سروبي د کډوالو استازو، د اسلامي امارت لخوا راستنېدونکو ته پر وړاندې کېدونکو خدمتونو خوښي وښوده او زیاته یې کړه چې کډوالو ته د اسلامي امارت هر کلی او د هغوی لاس نیوی سبب شوی چې له ګاونډیو هېوادونو افغانان داوطلبانه راتګ ته زړه ښه کړي.
د حاضرینو په وینا، چې د سروبي ولسوالۍ سلګونه کورنۍ له پاکستان څخه خپل وطن ته د راتګ تکل لري او په ډله ییز ډول به راستانه شي.
د یادو کډوالو استازو د خپلو وړاندېزونو پر مهال، له اسلامي امارت څخه غوښتنه وکړه، چې د سروبي ولسوالۍ راروانو سلګونه مهاجرو کورنیو ته یو ښارګوټی په نظر کې ونیسي او دغه راز د لنډ مهاله استوګنې په موخه ورسره مرسته وشي.
محترم مولوي عبدالکبیر راغلو مشرانو او علماوو ته ښه راغلاست وویل او زیاته یې کړه، چې اسلامي امارت د کډوالو د ښه خدمت په موخه ګڼو حکومتي ادارو ته دندې سپارلې او هره چاره پر خپل وخت ترسره کېږي.
محترم وزیر څرګنده کړه، چې د اسلامي امارت لخوا په هر ولایت کې کډوالو ته ښارګوټي منظور شوي دي او د اړتیا په صورت کې به نوره ځمکه هم د مهاجرینو ښارګوټو ته ځانګړې شي.
محترم مولوي عبدالکبیر د سروبي ولسوالۍ د مهاجرینو استازو ته ډاډ ورکړ، چې اسلامي امارت د کډوالو لنډ مهاله استوګنې لپاره اړین امکانات په واک کې لري او تر دې دمه افغان حکومت د کډوالو په برخه کې د بودیجې له کمښت سره نه دی مخ شوی.
همدارنګه محترم وزیر راغلو مشرانو ته څرګنده کړه، چې د ښارګوټي وړاندېز به یې له اړوندو ادارو سره شریک شي او اسلامي امارت به د امکان ترحده ورته رسیدنه وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۱:۴۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د شمالي ولایتونو له څو تنو مجاهدینو سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې، د مولوي سید قاسم آغا په ملتیا د شمالي ولایتونو له څو تنو مجاهدینو سره وکتل.
په دغې ناسته کې د شمالي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۵:۱۷
Background image

په اېټالیا کې د ۳ شهید شویو افغان کډوالو جسدونه کابل ته راولېږدول شول

د زمري په ۵مه او ۶مه له اېټالیا څخه د هغو درېیو افغان کډوالو جسدونه کابل ته راولېږدول شول، چې د غبرګولې په ۱۱مه نېټه په اېټالیا کې د زړه بوږنوونکې اورلګېدنې په پېښه کې د یوه پاکستاني له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۵:۲۴
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د مقام دفتر رییس: له ګاونډیو هېوادونو راستنېدونکي په سختو حالاتو کې ژوند کوي

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د دفتر رییس محترم مولوي سعید احمد بنوري د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د معلوماتو مدیریت مسوول ښاغلي سایرل ډالي اوګوبل سره په لیدنه. . .

بېرته خبرونه ته