چین له کډوالو وزارت سره د ۱۴۱ فابریکه یي کورونو مرسته وکړه

sadam_morr
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۰ - ۱۳:۵۱
-

د چین هېواد له کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سره د ۱۴۱ بابه فابریکه يي کورونو مرسته وکړه.
دغه کورونه چې ۹ متره اوږدوالی او ۳.۳۰ متره سور لري، یو تشناب، پخلنځی، د برېښنا سیستم او نور د اړتیا وړ سیستمونه پکې فعال دي.
یاد کورونه چې د هېواد پولو ته د راستنېدونکو مېشتېدنې په موخه لېږل کیږي، د نصب کولو او ځای پر ځای کولو په اړه د چینايي انجنیرانو له لوري د وزارت ۱۲ کارکوونکو ته عملي زده کړه ورکړل شوه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۵ - ۱۱:۸
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر له ساحوي مشر سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین محترم الحاج مولوي عبدالرحمن راشد د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ( OCHA ) له ساحوي مشر ښاغلی ګلیټ راجر سره وکتل.
په دې لیدنه کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۴۲
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ له رییس عرفات جمال سره وکتل

 

په دغې ناسته کې، چې په روان زیږدیز کال کې راستنېدونکو ته د اړینو مرستو د رسولو او په اداري چارو کې د اسانتیاوو په اړه خبرې وشوې، عرفات جمال د کډوالو چارو وزارت همکارۍ وستایلې او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۴:۳۲
Background image

په کابل کې له لسګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د هغو ژمنیو مرستو پر دوام، چې د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر لخوا د اهل خیر کسانو په همکارۍ پیل شوې وې، د کابل په خاک جبار ولسوالۍ کې له پاکستان څخه ۸۴ راستنو. . .

بېرته خبرونه ته