د مهاجرینو چارو وزارت سرپرست وزیرپیام

۱ کال مخکې

د کډوالو او راستنېدونکو چارو د محترم وزیر پیغام

الذین امنوا وهاجروا وجاهدوا فی سبیل الله باموالهم وانفسهم اعظم درجة عند الله واولئک هم الفائزون
د اسلام مبارک دین د تاریخ په اوږدو کې مسلمانانو د حق موخو لپاره له ویاړه ډک مهاجرتونه کړي دي. څرنګه چې د دین د ساتلو او جهاد په موخه مهاجرت لوړ مقام لري، له نیکه مرغه افغانانو په خپل معاصر تاریخ د اسلام د خپرولو او له خپلو مېنو د اشغالګرو د ایستلو لپاره ویاړلي مهاجرتونه کړي، چې له یوې خوا یې د اسلام پر احکامو عمل کړي او بل لور یې ثابته کړې چې د اشغالګرو پر وړاندې مبارزه بريالۍ کېدونکې ده.
جوته خبره ده چې افغانانو د بېوزلۍ یا نورو موخه لپاره کډوال شوي نه دي، افغانانو خپلې ځمکې، کاروبارونه، کښتونه او کورونه د پخواني شوري اتحاد او غرب د اشغالونو له امله پريښودل او بېرته یې د خپلو ملاو په تړلو سره ثابته کړه، چې د خپلو پلرونو او نیکونو په لار چې د وطن خپلواکي او د اسلامي نظام حاکمیت دی، روان دي.
 
د اسلامي امارت له دویمې بریا سره سم د افغان کډوالو پر وړاندې د زورزیاتي او ان په جبري ډول شړل یې چې د ټولو اصولو پر خلاف وو پیل شول. له یوې خوا په افغانستان کې د اسلامي نظام د حاکمیت لنډ وخت تېر شوی و، له بلې خوا اقتصادي ستونزې او د نړۍ ظالمو بندېزونه د راستنېدونکو لپاره د اسلامي امارت پر امکاناتو منفي اغېز کولای شوی، خو د الله په نصرت او د اسلامي نظام له برکته، وتوانیدو چې په کمو داخلي امکاناتو میلیونونو راستنېدونکو ته ګڼې لنډمهاله اسانتیاوې او د دایمي سرپنا لپاره ورته لسګونه ښارګوټي په نظر کې ونیسو.
د افغان کډوالو شړل پر اسلامي امارت د فشار وسیله نه ده، اسلامي امارت هر راستنېدونکي ته هر کلی وايي، په پولو کې ورته اړتیا وړ خدمات او مالي امکانات چمتو شوي او ژمن یو چې د کډوالۍ د فکر ختمولو په موخه دایمي حللارې چټکې کړو او راستانه شوي به په هېواد کې د خدمت وړ او د ټولنې فعاله برخه شي.

اسلامي امارت ژمن دی، چې د کډوالو لپاره شوې ژمنې به پوره کوي او پر خپلو مهاجرو هېوادوالو غږ کوو، چې افغانستان ستاسې خپل کور دی او اسلامي امارت به ستاسې هرې غوښتنې ته غوږ نیسي.
اړینه ده چې د کډوالو کوربه هېوادونه د افغانانو باعزته راستنېدونې ته لاره هواره کړي او د هغوي د شتمنۍ له ضایع کېدو مخنیوي وکړي، له نړیوالو بنسټونو غواړو چې د مهاجرت په برخه کې خپل مسوولیت ترسره او پر وخت د افغان مهاجرینو او راستنېدونکو لاس نیوی او ورسره همکاري وکړي.

مولوي عبدالکبیر
مولوي عبدالکبیر

تازه خبرونهنور خبرونه دلته

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۱۰
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت پلاوی د کډوالو ستونزو ارزولو په موخه ترکیې په سفر لاړ

د وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ یو پلاوی د کډوالو او بندیانو ستونزو ارزولو په موخه ترکیې ته په سفر لاړ.
دغه پلاوی به د ترکیې هېواد له چارواکو او د افغان. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵
Background image

له همکارو بنسټونو سره دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو چارو وزارت کې نن د جاپان خیریه مرستې او (OSAID) موسسو سره د ۲۹۸زره او ۷۶۳ امریکايي ډالرو پر ارزښت دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.
د هوکړه‌لیکونو موخه په نیمرزو، هلمند او ننګرهار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۹:۲۵
Background image

د میدان وردګو مهاجرینو چارو امریت ته نوی امر ور وپېژندل شو

ښاغلی مولوي عبدالغني د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري له لوري د میدان وردګو مهاجرینو چارو د نوي امر په توګه وپېژندل شو.
ښاغلي بنوري په چارو. . .

ولایتي راپورنهنور دلته

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۴
Background image

نیږدې ۳۰۰ تنه افغان کډوال د پاکستان له بندخونو ازاد او هېواد راستانه شول

روانه اونۍ د پاکستان له بندخونو ۲۹۱ تنه افغان کډوال، چې تر مختلفو مودو پورې بندیان ول، ازاد او هېواد ته راستانه شول.

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۴
Background image

په ۳ ولایتونو کې له یو زر او ۹۶ کسانو سره تر ۳۰ میلیونو د زیاتو افغانیو پر ارزښت مرستې وشوې

روانه اونۍ په کابل، ننګرهار او بغلان کې له یو زر او ۹۶ راستنو او بېځایه شویو کورنیو او کوربه ټولنو سره نغدي، خوراکي او غیرخوراکي توکو مرستې وشوې.

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۱۱
Background image

د کابل په مهاجرینو چارو ریاست کې د نړۍوالو همکارو بنسټونو له استازو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د کابل مهاجرینو چارو رییس ښاغلي مولوي دین محمد حقبین پر مشرۍ، راستنو شویو او بېځایه شویو ته د مرستو راټولولو په موخه، نن په یاد ریاست کې د نړۍوالو او ملي موسسو له استازو سر

مطبوعاتي اعلامیېنور دلته

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۹:۱۸

په تورخم او سپین بولدک کې د راستنېدونکو مهاجرینو په کمپونو د پاکستان د ړندو بمباریو په اړه د مهاجرینو چارو وزارت اعلامیه

د بې ګناه ملکي وګړو پر ضد د جنایتونو پر دوام د پاکستان پوځي ریژیم په مسلسل ډول په تورخم کې د راستنېدونکو مهاجرینو پر عمري کمپ او په سپین بولدک کې پر انځ

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۹ - ۱۷:۱۷

خبرتیا

په ډېره خواشینۍ سره چې تېره ورځ په هرات ولایت کې ډېره دردوونکې ترافیکي پېښې رامنځته شوې او له امله یې زمونږ یو شمیر مهاجر هېوادوال چې له ایران هیواد څخه

داوطلبینور دلته

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۱:۱
Background image

د قرارداد ورکړې د پرېکړې خبرتیا!

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په پام کې لري، چې د تدارکاتو له قانون سره سم د وزارت د اړتیا وړ د ۳۴ قلمه قرطاسیه‌باب او ټونر‌بابو د برابرولو او تدارک قرارداد د افغان رود رنر . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۱:۲
Background image

د قرارداد ورکړې د پرېکړې خبرتیا!

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په پام کې لري، چې د تدارکاتو له قانون سره سم د وزارت د دفترونو لپاره د دفتري وسایلو، ایرکنډېشن، د اوبو کولر او یخچال د برابرولو او تدارک قرارداد د . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۱:۲
Background image

د قرارداد ورکړې د پرېکړې خبرتیا!

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په پام کې لري، چې د تدارکاتو له قانون سره سم د آی‌ټي وسایلو، لکه د ډیسکتاپ کمپیوټر، لپ‌ټاپ، پرنټر او سرمېزي تلېفون د برابرولو او تدارک قرارداد د . . .

عکسونه او ویډیوګانېنور دلته

د راستنېدونکو افغانانو مستند ویډیو

.

.

.

.

د مهاجرینو مخکیني وزیر شهید الحاج خلیل الرحمن حقاني پر ژوند، کړنو او سرښندونو لنډ مستند

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر د ایران له سفیر علیرضا بېګدلي سره وکتل.

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په افغانستان کې د کډوالو نړیوال سازمان له مرستیالې آغلې موتیا مسکون او ورسره مل پلاوي سره وکتل.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر د جاپان له سفیر سره وکتل

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر د ملګرو ملتونو له استازي سره وکتل

د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د افغانستان لپاره د چین له سفیر ژاو شینګ سره وکتل.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په جلا جلا ناستو کې په کابل کې د پاکستان له سفیر عبيدالرحمن نظاماني سره وکتل.

انفوگرافیکونهنور دلته

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۸:۲۲
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۸:۲۲
Background image
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۰:۱۹
Background image