د کابل د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست د ۱۴۰۶ مالي کال لپاره د یوې ودانۍ په کرایه نیولو د داوطلبۍ اعلان!
دنشر تاریخ
د ختمیدو تاریخ
د کابل ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست د خپلو اداري چارو د ښه پرمخ وړلو په موخه، د ۱۴۰۶ مالي کال لپاره د کابل ښار په لومړۍ، دویمه، درېیمه، پينځمه، اوومه او یا هم اتمه ناحیه کې یوې داسې کرایوي ودانۍ ته اړتیا لري، چې ۱۴ کاري خونې، یو ګودام، پخلنځی، تشناب او مناسبه انګړ ولري او د دریو نقلیه وسایطو د درولو او مراجعینو د تګ راتګ لپاره کافي ځای ولري.
له ټولو وړ اشخاصو او دولتي ادارو څخه، چې د پورته شرایطو لرونکې ودانۍ په واک کې لري، غوښتنه کېږي، چې خپل غوښتنلیکونه د اعلان د خپرېدو له نېټې د لسو کاري ورځو په موده کې د کابل ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست د مالي او اداري چارو امریت ته، چې د پلسرخ څلورلارې، د عمرجان کندهاري جومات مخې ته، په ۳۳مه شمېره کوڅه کې موقعیت لري، وسپاري.
