کډوالو چارو وزير د هرات والي سره د داخلي بېځايه شوو او راستنېدونکو د ګډ مديريت په اړه خبرې وکړې

sadam_morr
پنجشنبه ۱۳۹۸/۷/۲۵ - ۸:۳۱
وزیر امور مهاجرین با والی هرات روی مدیریت مشترک بیجاشدگان داخلی و برگشت کنندگان در آن ولایت صحبت کرد

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي، چې د داخلي بېځايه شوو، راستنېدونکو او نړيوالو سازمانونو دکار د څرنګوالي په اړه هرات ولايت ته سفر کړی و؛ ددغه ولايت د والي سره يې وليدل.

په دغه ناسته کې، چې دتلې په ۲۴مه دهرات ولايت په مقام کې ترسره شوه، پکې د داخلي بېځايه شوو او ارستنېدونکو د مديريت په څرنګوالي او د دواړو ادارو په زياتې همغږۍ خبرې اترې وشوې.

ښاغلي عالمي بلخي  په ملي  کچه په ځانګړي توګه په هرات ولايت کې داخلي بېځايه شوو وضيعت ته په اشارې سره  وويل، چې د بېځايه شوو د راستنېدو د پالېسۍ لپاره ددغه وزات د هڅو او ملاتړ په پايله کې، سږ کال په هرات ولايت کې د داخلي بېځايه شوو کسانو شمېر او ددوی ستونزې د تېر کال په پرتله لږې دي.

هغه زياته کړه،چې په هرات کې داخلي بېځايه شوولپاره لنډ مهاله کمپ رامنځ ته کول او دهغو لېږد دې کمپ ته، اړمنو کورنيوته دمرستو وېش او غور او باغيس کې احتمالي زيان منونکو کورنيو ته دمرستو وېش او ۳ زره او ۶۴ کورنيو بېرته تګ خپلو اصلي سموته تګ ددې سبب شو چې دهرات ولايت بېځايه شوو ستونزې د تېر کال په نسبت  سږ کال کمې کړي.

عالمي بلخي يادونه وکړه، بېځايه کېدنه به د نا امنۍ او جګړې پای پورې دوام ومومي؛ مګر دا بايد داسې مسله نه شي چې دسيمي په خلک فشار راوړي. افغان حکومت هڅه کوي چې د بېځايه شوو په اداره کولو کې د ځايي خلکو پاملرنه زياته کړي.

همدارنګه د ځمکو دوېش د پروسې په اړه يې وويل، چې د ځمکو د وېش کړنلاره په دې وروستيو کې دکابينې په غونډه کې تصويب شوه او دځمکې وېش پروسه به ډېر ژر په کابل  او هرا ت کې د شورا برنامې په چوکاټ کې پيل شي.

د هرات والي په داسې حال کې د بېځايه شوو او راستنېدونکو د مديريت په برخه کې د کډوالو چارو له وزارت سره همکاري کوي،چې  سږ کال زرګونه بېځايه شوي او راستنېدونکي د يوې نړيوالې موسسې له خوا دهرات ښاروالۍ ته جذب شوي دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۱۰
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د مقام دفتر رییس کندز ولایت ته سفر وکړ او له سرحدي امریت یې لیدنه وکړه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري تېره ورځ د کاري وضعیت، خدمتونو وړاندې کولو، کډوالو پورې اړوندو فعالیتونو او د مرستندویو همکارو موسسو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۸:۳
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په کابل کې د سویس د پراختیايي او همکاریو د دفتر له مشر ښاغلی ایریک مارکلي او د افغانستان لپاره د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ له رئیس ښاغلی عرفات جمال سره وکتل.

د ناستې په پیل کې ښاغلي ایریک مارکلي په افغانستان کې د سویس د پراختیايي او همکاریو د دفتر د فعالیت له امله خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه، چې د سویس حکومت له افغانانو سره له نږدې. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۲:۵۰
Background image

مهاجرینو چارو وزارت کې د شاوخوا ۴ میلیونو ډالرو پر ارزښت د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

په مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې نن د ډنمارک کډوالو ټولنې سره د ۳میلیونه ۹۲۶ زره او ۳۹۸ امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو.

دغه پیسې به په کابل، غزني، میدان. . .

بېرته خبرونه ته