کډوالو چارو وزارت د راستنېدونکو ماشومانو په برخه کې دهمکاريو هوکړه ليک لاسليک کړ.

sadam_morr
پنجشنبه ۱۳۹۸/۸/۲ - ۱۱:۱۴
2

دغه هوکړه ليک د تلې په ۳۰ مه په کډوالوچارو وزارت کې د حقوقي ملاتړ رئيس غلام مرتضی رسولي او افغان پراختيايي موسسې  مسئول ترمنځ  لاسيک شو.

د ياد هوکړه ليک د لاسيلکولو موخه په فارياب، بلخ، کندز، تخار او بدخشان کې د ګاونډيو هېوادونو څخه د بې سرپرست  راستنېدونکو ماشومانو څخه ملاتړ او ور سره مرستې کول دي.

د ياد  هوکړه ليک په اساس به ذکر شوې موسسه د ايران څخه ۲۷۰ تنه راستنېدونکو ماشومانو ته ټولنيز خدمتونه، کوچني سوداګريز خدمتونه، ۷۰۰ ماشومانوته ۳۵ مناسب ځايونو رامنځ ته کول او ۱۳ زره او ۵۰۰ غير قانوني کډوالو ماشومانو په برخه کې د کډوالو چارو وزارت سره همکاري کوي.

د يادې پروژې مالي لګښت ۳۱ ميليونه، ۱۲۳ زره او ۵۶۰ افغان دی، چې د يونيسف له لورې ورکول کېږي.

 

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۰/۳/۳ - ۹:۴۹
Background image

کډوالو وزارت او NRC   موسسې ترمنځ د همکاريو هوکړه ليک لاسليک شو

 

دغه هوکړه ليک د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پناه غوښتونکو دمرستيال وفي الله کاکړ او ناروې (NRC  ) موسسې رئيس استرېد  ترمنځ د غبرګولي په ۲مه دپناه غوښتونکو دمرستيال په کاري. . .

دوشنبه ۱۴۰۰/۳/۳ - ۴:۴۸
Background image

د بېځايه شوو د دايمي مېشتېدو لپاره هوکړه ليک لاسليک شو

دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په کابل کې د داخلي بېځايه شوو د دايمې استوګنې لپاره د پلازمېنې زون پراختيايي ادارې سره هوکړه ليک لاسليک کړ.

د دغه هوکړه ليک پر بنسټ دواړه لوري هڅه کوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۰/۳/۳ - ۴:۴۳
Background image

د بيا يوځای کېدو او دايمي حل لارو کاري ډلې خپله لومړنۍ ناسته وکړه

د بيا يوځای کېدو او دايمي حل لارو کاري ډلې لومړنۍ ناسته دکډوالو او راستنېدنکو چارو د وزير نور الرحمن اخلاقي په مشرۍ د يوشمېر ملي او نړيوالو مرستندويه ادارو د استازو په ګډون ترسره وشوه.

. . .

بېرته خبرونه ته