کډوالو وزارت خپلې یو کلنې کړنې له ملت سره شریکې کړې.

ملت ته د حکومت حساب ورکونې پروسې پر دوام، دا ځل کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت خپلې یو کلنې کړنې له ملت سره شریکې کړې.
په دې برنامه کې مالي او اداري او مسلکي معینانو، د اطلاعاتو او عامه اړیکو، پلان او پالیسۍ رییسانو هم ګډون کړی و.
پیل کې د وزارت مالي او اداري معین شیخ کلیم الرحمن فاني د پرانېستې وینا وکړه او ویې ویل: چې تېر کال له ننګونو، ستونزو، فرصتونو او هڅو ډک کال و، خو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د الله ج په فضل او د مومنو خلکو په ملاتړ، مبارزه او همغږۍ سره وتوانېده چې بنسټیز اقدامات ترسره کړي.
د کډوالو ستونزوه چې یوه نړۍواله ستونزه بلل کیږي، افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې ګن شمېر کډوال لري.
اسلامي امارت دې موضوع ته پام دی او د دې لپاره یو وزارت او یوې محدودې ادارې کار نه دی کړی، بلکې د دې لپاره یې یو عالي کمېسیون جوړ کړی، چې ۲۲ وزارتونو او خپلواکې ادارې پکې شاملې دي.
په وروستیو کې له ټولو نړۍوالو قوانینو خلاف پاکستان او ایران په زوره د کډوالو ایستنې پروسه پیل کړه. که چېرې اسلامي امارت پر وخت اقدامات نه وی کړي یوه لویه انساني فاجعه به رامنځته شوې وه. موږ له کوربه هېوادونو غواړو چې له کډوالو سره د اسلامي او انساني کرامت له مخې نیک چلن وکړي.
نوموړي له هغو هېوادونو او نبسټونو چې له راستنېدونکو سره یې مرستې کړې، مننه وکړه.
وروسته د وزارت مسلکي معین الحاج مولوي عبدالرحمن راشد د وزارت له کړنو په مختصره توګه یادونه وکړه او ویې ویل: چې دا مهال په بهرنیو هېوادونو کې ۶ میلیونه کډوالو او ۲ اعشاریه ۵ میلیونه داخلي بې ځایه شوي لرو، په تېرو ۳ میاشتو کی ۱۲ لکه کډوال له ایران، یو میلیون ۸۴۴ زره او ۵۹ کسه او کورنۍ له پاکستانه او ۵۱۳۴ تنه له ترکیې څخه په زوره رایستل شوي دي.
د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د عالی فرمان پر بنسټ په ۲۹ ولایتونو کې ۳۸ ښارګوټي د (۱۰۰۵۸۸) جریبه ځمکې په مساحت جوړ شوي دي، د ۲۹ ښارګوټو د سروی کارونه بشپړ شوي، د پاتې ۹ ښارګوټو تفصیلي نقشه پاتې او د پاتې ۲۵ ښارګوټو سروی هم بشپړ شوې ده.
د پوهنې وزارت په همکارۍ، ۲۰ زره راستنېدونکو زدهکوونکو ته د زدهکړې او د نا بشپړو شویو تحصیلي دورو د بشپړولو زمینه برابر شوې ده. د روان کال د وروستیو دریو میاشتو په ترڅ کې، د پوهنې وزارت له لوري په ۲۵ ولایتونو کې د ۸۲۲۰ زدهکوونکو لپاره د کچې ټاکلو (تعیینسویه) ازموینه اخیستل شوې او هغوی له زدهکړو څخه برخمن شوي دي.
محترم راشد همداراز وویل: د دې وزارت ۵ ټیمونه د هرات او نیمروز ولایتونو د صفري سرحدي سیمو ته استول شوي، ترڅو له ایرانه راستانه شویو کډوالو وضعیت وڅېړي، نوملیکنه یې وکړي او پرته له کوم خنډ څخه خپلو کورونو ته راستنه شي.
مسلکي معین او د موقتي استوګنې د کمېټې رئیس، د ریاستالوزرا له اداري مرستیال او د مهاجرینو د ستونزو د حل د عالي کمېسیون له رئیس محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ، د یوې بیړنۍ سفر په ترڅ کې هرات ته سفر وکړ. د دې سفر په جریان کې، د هغو راستنېدونکو لپاره چې له ایران څخه راستانه شوي، یو لنډمهالي استوګنځی جوړ شو، چې زیاتره کډوال پکې مېشت شوي دي او لومړني خدمات ورته برابر شوي دي.
دا وزارت هڅه کوي چې د ۱۲ ګونو کمېټو له لارې چې د کمیسیون تر چتر لاندې فعالیت کوي، د اسلامقلعه، پُل ابریشم، د تورخم، سپینبولدک، ډنډپټان او نورو فرضي کرښو په سرحدي سیمو کې، د کډوالو د لېږد ادارو په همکارۍ، خوراکي او غیر خوراکي مرستې، لنډمهالي استوګنځي، حقوقي ملاتړ، ټرانسپورټ، روغتیا او نور مهم او بنسټیز خدمات وړاندې کړي.
همدارنګه مرسته کوونکي هېوادونه د راستنېدونکو او بې ځایه شویو د ملاتړ لپاره تشویق شوي، چې په پایله کې له چین هېواد څخه د ۱۰۰ میلیونه ین چینایي مرستې ژمنه ترلاسه شوه، چې تر دې دمه ۷۰ میلیونه ین ترلاسه شوي دي، دغه مرستې چې پکې د اوبو ټانکرونه، امبولانسونه، د مازدا موټرونه، خیمې او نور تجهیزات شامل دي، اوس مهال په ټول هېواد کې د کډوالو لپاره د خدمتونو وړاندې کولو لپاره کارول کېږي.
د پکتیا ولایت د رباط په سیمه کې د دارالقرار په نوم د یو ښارګوټي بنسټ ډبره د راستنېدونکو کډوالو لپاره کښېښودل شوه، چې دا کار د قطر د هېواد د سره صلیب ادارې په همغږۍ او د قطري ښځو په مالي ملاتړ ترسره شو. په دغه ښارګوټي کې ۱۲۰ کورونه، یو جومات، یوه مدرسه، یو تفریحي پارک او نور اړین تاسیسات په پام کې نیول شوي، چې په پخه او عصري بڼه جوړ یږي.
په کابل کې په بېلابېلو سیمو کې ۴۸ غیررسمي کمپونه د بې ځایه شویو لپاره شتون درلود چې د بې ځایه شویو کورنیو په همغږۍ سره، ۲۵ هغه ساحې چې کمپونه پکې وو، تخلیه شول او ۵۳۷۴ کورنۍ خپلو اصلي کورونو ته انتقال شوې دي.
دغه وزارت په لاندې برخو کې هم برخه اخیستې ده: د حقوقي ملاتړ، د پالیسۍ ترتیب، ظرفیت جوړونه، د کاري فرصتونو برابرول، څارنه او نورې هڅې. د وزارت د ستراتیژۍ تصویب او نهایي کول، د بې ځایه شویو د ملي پالیسۍ بیاکتنه او اصلاح، د راستنېدنې پراخه تګلاره، او د مسلکي کادرونو (ډیاسپورا) د راستنېدنې ملي پالیسۍ جوړول ترسره شوي دي. د ستونزو د حل او د کډوالو د حقوقي ملاتړ لپاره د وزارت استازو له لارې د کوربه هېوادونو سره مشورې شوې دي. دوه اړخیزې، درې اړخیزې او څلور اړخیزې غونډې تر سره شوې دي. د اوسېدو د کارتونو د تمدید زمینه برابره شوې، د رضاکارانه راستنېدنې فرصتونه، پاسپورټ او ویزه په کوربه هېوادونو کې وړاندې شوي دي. د سعودي عربستان، ترکیې، ایران او پاکستان په هېوادونو کې د مسلکي کادرونو د پېژندنې لپاره د کډوالو شوراګانو له لارې همغږي رامنځته شوې ده، ترڅو د لنډه مهالي اوایستنې بهیر اسانه کړي. د عامه پوهاوي د لوړولو لپاره مطبوعاتي کنفرانسونه او اعلامیې خپرې شوي دي. د راستنېدونکو، بې ځایه شویو او کډوالو د حقوقي اړتیاوو پاملرنه شوې ده. د بې ځایه شویو کورنیو پېژندنه، ارزونه او په ۳۴ ولایتونو کې دایمي بیا مېشتونه ترسره شوي دي.
محترم راشد په وروستیو خبرو کې د غیر قانوني کډوالۍ په اړه هم معلومات وړاندې کړل.
مولوي محمودالحق احدي، د پلان او پالیسۍ رییس، د وزارت د یو کلن فعالیتونو راپور وړاندې کړ او ویې ویل: شاوخوا شپږ میلیونه کډوال لا هم د هېواد بهر ژوند کوي. د اسلامي امارت او د کډوالو چارو وزارت د دغو افغانانو د ستونزو د حل لپاره دوره یي غونډې د کوربه هېوادونو له چارواکو سره کوي، پلاوی ګوماري، ستونزې يې له نږدې څاري او د حل لپاره يې له ټولو اړوندو ادارو سره شریکې کړې دي. پاکستان، ایران او ترکیې ته سفرونه شوي او کله نا کله په کابل کې له کوربه هېوادونو د چارواکو او دیپلوماتانو سره غونډې ترسره شوې دي، چې د کډوالو ستونزو د حل او په زوره ایستلو د مخنیوي په اړه بحثونه پکې شوي دي.
۴۱۰ بندیان چې په ایران کې د بېلابېلو جرمونو له امله نیول شوي وو، افغانستان ته انتقال شوي او هڅې روانې دي چې نور کسان هم آزاد او انتقال شي. له پاکستان، ایران او نورو هېوادونو څخه ۶۰۰ کډوال د حج د فریضې د ترسره کولو لپاره سعودي عربستان ته لیږل شوي دي. تر ۲۰۲۵ کال د جون میاشتې پورې په پاکستان کې نږدې ۱.۴ میلیونه د کډوالو د اوسېدو اجازه (POR) کارتونه او په ایران کې د کډوالۍ کارتونه او د کورنۍ پاسپورټونه نوي شوي دي.
په پاکستان کې د افغان کډوالو د ستونزو د چټک حل لپاره د اتشو مهاجرینو دفتر او د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په همکارۍ یوه کمیټه جوړه شوې ده، چې تر دې دمه یې ۳۵ حقوقي مسئلې حل کړې دي. په پاکستان کې شاوخوا ۹۵۴۱ هغه بندیان چې د اسنادو د نشتوالي له امله بندي وو، خوشې شوي او هېواد ته راستانه شوي دي. په ټوله کې شاوخوا ۹۹۵۱ بندیان له ایران او پاکستان څخه آزاد او انتقال شوي دي. په ایران کې ۴۴۴۶ مراجعینو د ستونزو د حل لپاره روغتیایي، تعلیمي او ځینو نورو خدماتو لپاره وزارت ته مراجعه کړې، چې ورسره مشورې او اړینې لارښوونې ورکړل شوې دي. تر اوسه ۱۰۸ غونډې او کنفرانسونه له همکارو ادارو سره ترسره شوي دي. شاوخوا ۹۰ زره کورنیو ته د ځمکې د اخیستلو لپاره پیژندنه شوې او د فرضي کرښو په اوږدو کې موقتي کمپونه جوړ شوي چې لومړني خدمات وړاندې کوي. ۱۲۵ تفاهمنامې د ۷۸ میلیون ۴۳۸ زره ۵۶۴ امریکايي ډالرو په ارزښت د بېلابېلو مؤسساتو سره لاسلیک شوې دي. د ۴۲۱ زره ۷۴ کورنیو (عودت کوونکو، بېځایه شویو او اړمنو) لپاره په مسلکي زده کړو کې اقتصادي فرصتونه برابر شوي دي. همدارنګه د ۲ ملیارده ۷۴۰ میلیون ۳۱۶ زره ۸۸۴ افغانیو په ارزښت لاندې مرستې ورکړل شوې دي: د ۳۳۱۲۸۹ کسانو لپاره نغدي مرسته، د ۶۴۰۱ کسانو لپاره خوراکي توکي، د ۲۶۶۳۲ کسانو لپاره غیر خوراکي او ژمني کالي، او د ۸۹۵۵۹ کسانو لپاره ځانګړې اړتیاوې.
د ملي پالیسۍ له مخې علمي او مسلکي کادرونو ترتیب شوي دي له بېلابېلو هېوادونو څخه ۴۰۰ تنه مسلکي کادرونه، سوداګر او د صنعت مالکین پېژندل شوي دي، ۱۰۰ تنه مسلکي کادرونه، متخصصین، سوداګر او صنعتکاران د مالیې معافیت لپاره د سوداګرۍ او صنعت وزارت ته ورپېژندل شوي دي، د مسلکي کادرونو د پېژندنې او جوړولو لپاره له وزارتونو، پوهنتونونو او بېلابېلو خصوصي مؤسسو سره اړیکې نیول شوې دي. ۱۳۵۸۶ کورنۍ د طبیعي او غیرطبیعي پېښو له امله بې ځایه شوې دي.
د ۳۵۹۲۷۹ بې ځایه شویو کسانو لپاره مرسته شوې ده، ۱۱۵۸۰ کورنیو خپلو اصلي سیمو ته ستنېدل، او ۸۰۴۷۶۱ بې ځایه شویو، راستنېدونکو او اړمنو کسانو ته روغتیایي مرسته ورکړل شوې ده. ۱۷۰۶ کوچنۍ او لویې خیمې او ۵۵۰ کمپلې څو ولایتونو ته انتقال او وېشل شوي دي. د کابل ولایت د بېلابېلو سیمو څخه د شاوخوا ۵۰۰۰ کورنیو د کندز ولایت ته د انتقال بهیر پیل شوی دی چې تر اوسه ۱۱۱ کورنۍ کندز ته انتقال شوي دي.
د بې ځایه شویو او راستنېدونکو د وضعیت د ښه کولو لپاره په ۱۱ ولایتونو کې ۴۹ پراختیايي پروژې پلې شوې دي چې پکې پکتیا، زابل، لوګر، نیمروز، قندهار، سرپل، خوست، کابل، فراه، هرات او بغلان شامل دي. د دې پروژو له ډلې ۱۲ ښوونځي، ۶ کلینیکونه، ۳ ګلخانې، ۱۲۴ متره ملاتړي دیوالونه او نورې زیربنایي پروژې جوړې شوې دي چې ارزښت یې ۱،۱۶۹،۲۴۴،۹۹۹ افغانی او ۴،۴۶۰،۴۴۷ ډالر دی، او دا ټول د همکارو مؤسسو په مرسته تر سره شوي دي، په بېلابېلو ولایتونو کې ۴۲۱۶ سرپناهونه جوړ شوي او ۵۴۶ نورې ترمیم شوې دي. د بلخ، ننگرهار، پکتیا او کنر ولایتونو کې د ۱۰۴۶ نورو سرپناهونو د جوړولو اړتیاوې ارزول شوي دي.
د دې وزارت مشرتابه او کارکوونکو د راستنېدونکو او بې ځایه شویو د وضعیت د ارزونې او د هغوی د ستونزو د حل لپاره هېواد په ۳۴ ولایتونو کې سفرونه ترسره کړي دي.
په پای کې هغوی د خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.