کندهار ولایت کی یوشمیر بیځایه شویو کورنیو سره مرسته وشوه
د کندهارولایت دکډوالواوبیرته راستنیدونکو چاروریاست ، 76 داخلي بیځایه شویو کورنیوسره، دجوزا په 20 نیته مرسته وکړه.
دغه شمیرکورنۍ په دې وروستیوکې دارزګان اوکندهارولایت، دیو شمیرولسوالیوڅخه د نا امنیو له کبله کندهارښاراو ښارته نږدې امن ولسوالیوته را بیځایه شوې ول، چې د کډوالو چاروریاست اوهمکاروموسساتوداستازوله خوا د سروې په جریان کې د مرستې مستحق ګڼل شوې، اود DRC مرستندویه اداري له خوا، هرې یوې کورنۍ ته 9 زره افغانۍ وویشل شوې.