کندهار، د میرویس نېکه خصوصي پوهنتون د راستنېدونکو مهاجرینو لپاره وړیا سکالرشیپونه اعلان کړل

anwari_morr
چهارشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۷ - ۱۱:۱۳
_

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني کندهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د میرویس نېکه خصوصي پوهنتون څخه لیدنه وکړه او ددغه پوهنتون له رئیس ډاکټر فاروق نعیمي سره یې د همکارۍ تفاهمنامه لاسلیک کړه
ددغه تفاهمنامې له مخې به د میرویس نیکه خصوصي پوهنتون راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا، اقتصاد او حقوقو په برخه کې ٧٠ وړیا سکالرشیپونه او نورو ټولو ته په ٨٠ سلنه تخفیف سره زدکړې ورکوي
ښاغلي نعیمي وویل، ددغه پوهنتون روزنیز روغتون ټولو راستنېدونکو لپاره وړیا درملنه کوي
د مهاجرینو چارو وزیر د یاد پوهنتون له رهبرۍ مننه وکړه او زیاته یې کړه، د هجرتونو، تپل شوو جګړو او یرغلونو له امله د افغانانو د زدکړو هیلې هروخت نیمګړې پاتې شوي او نور باید ددوی دغه هیلې نیمګړې پاتې نشي
ښاغلي حقاني وویل، ټول علمي او اکاډمیک مرکزونه دې د مېرویس نیکه پوهنتون په څېر د راستنېدونکو زدکړو ته لازمه توجه وکړي او ټول افغانان دې په هره برخه کې د مهاجرو لاسنیوی وکړي
نوموړي په بهرنیو هیوادونو کې په ټولو علمي کادرونو غږ وکړ، چې هېواد ته راستانه او د هېواد په بیارغونه کې ونډه واخلي

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۱:۲۹
Background image

په كندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت محترم مقام په دوامدارو هڅو، له ګاونډيو هېوادونو څخه راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش په لړ کې دا ځل په کندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمه کلیزه ونمانځل شوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په مسجد کې نن د ماسپښین له لمانځه وروسته د معینانو، رییسانو او د دغه وزارت کارکوونکو په شتون کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمې کلیزې په مناسبت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت په هڅو زابل کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په هڅو په زابل کې له سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د خوراکي توکو د وېش په دغې برنامه کې، چې په مرکز قلات کې جوړه. . .

بېرته خبرونه ته