کابل کې (٢٠٠) بېځايه شوو کورنيو سره مرستې وشوې
دایکشن ايډ موسسې له لورې دکابل ولايت دمهاجرينو او راستنېدونکو چارو ریاست په همکارۍ (٢٠٠) بېځايه شوو کورنيو سره نغدي او دغير وراکي موادو مرستې وشوې.
يادو کورنيو هرې کورنۍ ته د لیندۍ په (٣) مه (٦٠٠٠) افغانۍ نغدې،يوه یوه روغتيايي کڅوړه،صابون،شامپو،دکور دضرورت وړ مواد او دپخلنځي وسايل ووېشل شول.