په کډوالو چارو وزار ت کې د ځمکې ترلاسه کولو لپاره د راستنېدونکو د راجستريشن کولو وخت  وټاکل شو

sadam_morr
پنجشنبه ۱۳۹۸/۵/۲۴ - ۸:۴۴
زمان آغاز ثبت نام برگشت کنندگان برای دریافت زمین در وزارت امور مهاجرین مشخص شد

په دغه ناسته کې، چې د کډوالو چارو وزارت چارواکو او په افغانستان کې د ملګروملتونو دبشري مرستو  د دفتر رئيس ترمنځ   ترسره شوه، پکې د شورا د برنامې پر پيل او په کډوالو چارو وزار ت کې د ځمکې ترلاسه کولو لپاره د راستنېدونکو  د نوم ليکنې پرمهال بحث او خبرې وشوې.

نوموړي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو دفتر ( هبيتات) او دکډوالۍ نړيوال سازمان (IOM) څخه غوښتنه وکړه،چې  د شورا برنامې پيل کولو لپاره تخنيکي ګامونه بشپړ کړي او د راستنېدونکو راجستريشن او ځمکې وېشلو پروسه په عملي توګه پيل کړي.

په ورته وخت کې، په افغانستان کې د هبيتات مسولينو دکډوالو وزير ته د شورا  برنامې پرمختګ په اړه  د راپور وړاندې کولو پرمهال وويل، چې دکابل په شکردرې ولسوالۍ کې ۳۲۰۰ نمرې ځمکه راستنېدونکوته  سروې او ځانګړې کړه او د هرات ولايت د کډوالو د سعادت ښارګوټي ۱۴ کيلو متره داخلي سرک کارونه هم بشپر شوي.

ياده ناسته چې د تېرې پنجشنبې په ورځ د زمري په ۱۷مه دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت کې وشوه، پرېکړه وشوه چې د هبيتا اداره خپل اړين تجهيزات او دفترونو چمتوکول د سبټمبر ۱۵ پورې بشپړ کړي او بېرته راستنېدونکي راجستر کړي.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۴:۵۲
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د پکتیکا ولایت لپاره د اسلامي امارت له ځینو ډلګۍ مشرانو سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن د پکتیکا ولایت لپاره د اسلامي امارت له ځینو ډلګۍ مشرانو سره وکتل.

په دغې لیدنه کې، چې د اسلامي امارت د مجاهدینو د هلو ځلو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۴:۵۲
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت ۳۰ تنه کارکوونکو د انګلیسي او کمپیوټر زده کړې فراغت سندونه ترلاسه کړل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مرکزي ریاستونو ۳۰ تنو کارکوونکو د انګلیسي او کمپیوټر د زده کړه ییزو برنامو تر بشپړولو وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړل.

په دې اړه جوړه شوې غونډه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۵:۱۹
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د سلګونو زرو امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د ژغورنې نړۍوالې کمېټې(IRC) موسسې سره د ۷۰۰ زره امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌ لیک لاسلیک کړ.

د دغه هوکړه ‌لیک د لاسلیک مراسم د. . .

بېرته خبرونه ته