په کډوالو چارو وزارت کې دمور نړيواله ورځ ونمانځل شوه

sadam_morr
دوشنبه ۱۳۹۸/۳/۲۷ - ۱۱:۵
روز مادر

Bottom of Form

د مور نړيواله ورځ د کډوالو چارو وزارت ديوشمېرلوړپوړو چارواکو، رئيسانو او کارکوونکو له خوا ونمانځل شوه.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي په خپلو خبرو کې دماشوم په روزنه،د ټولنې په بدلون او د انسان په پيداېښت کې د ښځې ځانګړي رول ته په اشارې سره وويل، د اسلام په مقدس دين کې  داحترام لوړ مقام مورته ورکول شوی او په ښځو کې تر ټولو مهم رسالت مور کېدل دي.

د انسان د شخصيت جوړونې مهم وخت د مور په ګېډه کې د هغه دجنين روزنه ده.

همدا رنګه د کډوالو چارو وزارت د پناه غوښتونکو مرستيالې ډاکټرې عالمې په خپلو خبرو کې، د افغان ښځو وضعيت ته په اشارې سره وويل،چې اوس هم په کليو او بانډو کې ميندې دمور له ورځې خبرې نه دي او دښځو د حقوقو  په اړه د اسلام مقدس دين لارښوونې په سمه توګه نه ترسره کېږي په داسې حال کې چې په  اسلام کې  ميندې د ډېرو حقونو لرونکې دي. په هېواد کې دښځو او ميندو ناسم حالت د روشنفکره ښځو دقيقې او هر اړخيزې مبارزې ته اړتيا لري، ترڅو ښځې او ميندې د خپلو حقوقو څخه برخمنې شي.  

د کډوالو چارو وزارت مالي او ادارې مرستيال انجينير احمدولي حکمي په خپله وينا کې ميندو ته په درناوي ټينګار وکړ او ويې ويل، دملي وحدت حکومت له پيل څخه تر اوسه په کډوالو چارو وزارت کې دښځو وضعيت ښه والی موندلی او په دغه وزارت کې دښځو شتون هم زيات شوی.

دغه مراسم چې د تېرې يکشنبې په ورځ د غبرګولي په ۲۶مه دکډوالو چارو وزارت د غونډو په تالار کې جوړ شوي و، پکې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير، مالي او اداري مرسيتال، د پناه غوښتونکو مرستيالې، رئيسانو، دوزارت سلاکارانو، ښځينه او نارينه کارکوونکو ګډون درلود چې ويناوالو پکې دښځو او ميندو پرو رول ټينګار وکړ.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۴:۵۲
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د پکتیکا ولایت لپاره د اسلامي امارت له ځینو ډلګۍ مشرانو سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن د پکتیکا ولایت لپاره د اسلامي امارت له ځینو ډلګۍ مشرانو سره وکتل.

په دغې لیدنه کې، چې د اسلامي امارت د مجاهدینو د هلو ځلو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۴:۵۲
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت ۳۰ تنه کارکوونکو د انګلیسي او کمپیوټر زده کړې فراغت سندونه ترلاسه کړل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مرکزي ریاستونو ۳۰ تنو کارکوونکو د انګلیسي او کمپیوټر د زده کړه ییزو برنامو تر بشپړولو وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړل.

په دې اړه جوړه شوې غونډه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۵:۱۹
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د سلګونو زرو امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د ژغورنې نړۍوالې کمېټې(IRC) موسسې سره د ۷۰۰ زره امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌ لیک لاسلیک کړ.

د دغه هوکړه ‌لیک د لاسلیک مراسم د. . .

بېرته خبرونه ته